Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD. Profile Banner
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD. Profile
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.

@GhafoorLiwal

Followers
36,385
Following
380
Media
109
Statuses
922

Writer and Poet.🇦🇫 Ex Ambassador to Iran ۔ Former Acting Minister MoBTA۔ Former Director RSCA(Regional Studies Center of AFG)

France
Joined February 2017
Don't wanna be here? Send us removal request.
Explore trending content on Musk Viewer
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
7 months
اتل علی رضا اساهي، خبر نه یم، چې د کوم قوم، ژبې، سیمې یا مذهب افغان یې؟ خو همدا چې خپل ملي سرود ته ژاړې او خپل ملي بیرغ په ویاړ رپوې، نو: زما اتل یې! زما د ملت اتل يې! ملي اتل یې! دا ویاړ او دا اتلواله دې تا او موږ ټولو ته مبارک وي!
Tweet media one
Tweet media two
1
106
881
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
زابلی ماشوم ولاړ، ټول باید ګریوانونو ته سرونه کوز کړو او له ځانونو وپوښتو، چې آیا: له ژوند، پوهې، تکنولوژي، زدکړو، وطن، خلکو او خپلو ماشومانو سره زموږ چلند سم دی؟ ایا لا هم ساینس او تکنولوژي، ښوونځی و پوهنځی کفر ګڼو؟ پوښتنې وکړﺉ، پوښتنې ښې دي!
64
72
716
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
11 months
د ویاړلي مبارز حنیف پښتین آزادي دې د افغانانو د ملي خپلواکۍ ټولو مبارزینو ته مبارک شي! څڼې تاو کړه، چې له لمره دوړه پورته شي یه جانانه، یه پښتینه یه د رڼا لارویه!
Tweet media one
0
133
653
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
1 year
ټولو هغو افغانانو ته دې کوشنی اختر مبارک وي، چې د ” افغان انسان“ د انساني ژوند شرایطو د ښه والي لپاره فکر و عمل کوي.
Tweet media one
42
11
650
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
1 year
”پګړۍ که له سره پرېوته، خو پر اوږو ټینګه شوه، نو لوېدلې نه ده!“
Tweet media one
0
48
621
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
1 year
د افغان پر ژوند میین شاعر او د ولولو ترانه سرا ملګری، ګیلامن وزیر، د تور شیطان خونړیو منګولو ته لوېدلی دی. پر ټولو پښتني پرګنو او هر افغان غږ کوم، چې د دغه ځوان مبارز په ملاتړ غږ پورته کړي! ګیلامن ته چې څه ورپېښ دي د خپل ولس او د ملي ارمانونو لپاره ورپېښ دي. یوازې یې مه پرېږدﺉ!
Tweet media one
0
107
609
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
1 year
الحمدلله! تا لره ثنا ده څښتنه! چې تر مړینې مخکې دې دا بریا راباندې وکتله! ملته مبارک شه! مننه ملي اتلانو! د ټولو افغانانو د ملي بیرغ برکت او زور مو ولید؟
Tweet media one
Tweet media two
2
50
621
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
8 months
هر افغان ته دې مبارک وي! دا بریا د افغانستان بریا ده! د ملي بیرغ بریا ده! زموږ بریا ده!
Tweet media one
0
22
583
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
د کفري او اسلامي بمباریو په توپیر پوه شیء! د اسلامي بمباریو قومانده د لویو ارواوو په لاس کې ده! اسلامي بمبارۍ رحمت وګڼیء او شکر پرې وباسیء! د اسلامي بمبارۍ په وړاندې غږ پورته کول عین کفر دی او د دې بمبارۍ معترضین سیکولران او کافران دي، چې ژر به تکفیر شي.
0
98
563
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
1 year
۱/۱۰ جناب منیر اکرم، د افغانانو د فرهنګ (کلتور) په اړه ستا نامسئولانه څرګندونې د یوې ژورې ناپوهۍ، ناخبرۍ او بې فرهنګۍنښې دي. حیران یم، چې له فرهنګ ناخبره یو شخص څنګه، په ملګروملتونو کې د یوه مصنوعي، بې تاریخه او بې ملته پوځ استازولي کوي؟
2
84
560
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
1 year
بیا مبارک! ملي اتلانو! مننه تلرپانده دې وي ملي بیرغ! تلغږانده دې وي ملي سرود!
Tweet media one
10
30
563
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
مینه
Tweet media one
0
9
519
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
3 months
6
75
531
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
سږکال، د ښځو نړیواله ورځ د ځورېدلیو، کړېدلیو، محرومو او وږیو مېرمنو او نجونو په نامه! د ملي مبارز علي وزیر د مور بي بي په نامه، چې په یویشتمه پېړۍ کې د ملالۍ او زرغونې انا د شهامت، زغم او هوډ ژوندۍ سېمبول و تمثال ده! انسانیت ته زموږ د رسېدو په هیله!
Tweet media one
0
57
515
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
7 months
خدایه! د داسې قوم د ویښتیابه هڅې کوو، چې تر هغو ونه وژل یا ونه نیول شې، په مبارزه دې باور نه کوي، وایي: ”که دی ریښتینی دی، نو ولې یې نه نیسي؟ ولې یې نه وژني؟“ دا دی ویې نیوه! خوشحاله شوې؟ خوشال بابا زاره چاودی شو، احمدشاه بابا درنه د توبې په غره کې مړ شو! د منظور دې خدای مل شي!
Tweet media one
0
117
494
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
هو ! د وسپنو غاښونه ورته پڅ شول د افغان ملت د زړه داسې ټوټه ده
Tweet media one
0
66
483
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
زموږ ملي پېژاند، چې په ټوله نړۍ کې هره سترګه له لیدو سره سم د کتونکي مغزو ته په مایکرو ثانیه کې؛ افغان او افغانستان تداعي کوي. افغانستان ګل دی او دا بیرغ یې رنګ و عطر.
Tweet media one
0
40
475
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
1 year
د «انسانژغورنې» د حس او عاطفې د تلقین جشن، لوی اختر دې ټولو ته مبارک وي!
Tweet media one
50
7
480
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
4 months
په ملګري محسن داوړ او د هغه په نورو ملګرو وسله وال برید په څرګنده د دولتي ترهګرۍ تمثیل دی. ملګريو ته بېړنۍ روغتیا غواړم. د پښتنو د ریښتینې ویښتیا، روښانتیا، یووالي او د بدلونپال ملي، خپلواک او عملي خوځښت د راپیلولو په هیله!
Tweet media one
0
62
481
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
ناروزلي ټویتري ترهګر، مخامخ بلاک کوم. دامې له دوی سره ښېګڼه ده، ځکه نه غواړم د دوی د ناروزلتیا لپاره څوک د دوی کورنۍ وښکنځي، چې ولې یې سم روزلی نه دی؟
27
12
469
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
کافره شوې پکتیا بېرته مسلمانه شوه، اشغال پای ته ورسېده، "ښوونځي وتړل شول." ستره حماسه وه، په سپین ټیکریو نجونو ډزې وشوې. کال دا ورځ باید د یوې بلې خپلواکۍ جشن هم ولمانځل شي.
0
72
426
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
د افغانانو پر تویتر او فیسبوک د پوتین او زېلنېسکي په بې دلیله پلوۍ یا دوښمنۍ پرېمانه ښکنځلې وشوې، پتمنې میندې۔خویندې و مېرمنې وښکنځل شوې، نیمه لوستي و بېخبره افغانان په کومونیسم یا بل بل نوم ورټل شول... که نړۍ ته دا هرڅه وژباړل شي، نو زموږ د فرهنګ او روزنې په اړه به څه فکر کوي؟
0
30
414
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
9 months
د قوشتېپې کانال سیاسي نه، ملي پروژه ده. دا د افغانستان اقتصادي او طبیعي حق دی. له راپیلوونکیو او بنسټوالو یې مننه. د هغو کارګرو، انجنیرانو، مسلکي کادرونو او ټولو زیارکښو افغانانو زیار و ستوماني به تل د دې ملي کانال په رڼو اوبو کې ځلیږي، چې په جوړولو کې یې خولې بهولي دي.
0
32
417
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
1 year
۱/۳ افغانانو، ستاسو لپاره اوس د تاریخ د یوې مهمې هڅې وخت رارسېدلی؛ یوه نړیواله دسیسه روانه ده، چې ټول پښتانه له بشري تمدن، نړۍ او نورو څېرمه قومونو سره مخامخ کړي. دا لوبه د ملګرو ملتونو تر سټېژه رسول شوې ده. اوس باید خپل حساب له ايډیولوژيکو، استخباراتي خونړیو ډلو څخه بېل ثابت کړئ
1
49
403
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
1 year
د پښتنو یو اخلاقي فضیلت او شهامت باید ټول ومني. خپل لنډغر، ترهګر، فاسد و غاصب تر هر بل چا ډېر غندي او رټي یې. دا وخت قومیت و ژبه و سیمه نه پېژني او (بد) ته بد وایي. دوی د خپلو منفي عناصرو ملاتړ و ملګرتیا ته اړ نه دي. که نور وای، روستۍ رسوايي ته به یې رنګارنګ توجیهات تراشلای.
1
51
374
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
4 months
”پښتو“ سږ کال د نړۍ د نغمو ملکه شوه! د لنډیو، غاړو ، اتڼ او یاکوربان سندرې، په درخو د میین رباب ترنګ، د حجرو ۔دېرو د سېتار او منګي غږ او د بدلزنې پښتنې پېغلې د داریا ګړز. استاد ذاکر حسین دا ټول په” پښتو“ کې راټول کړل او د نړیوالو زړونه يې له ګرامي جایزې سره یوځای وګټل. مبارک!
Tweet media one
0
47
381
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
3 months
وایي: ځانمرګی پاکیستان رالېږلی. له دې ښکاري، چې: ١۔ پاکیستان تل او د هرچا په ضد د ځانمرګو د تولید صلاحیت لري. ٢۔ د ځانمرګو تولید یو استخباراتي بزنس او مغزمینځنه ده، نه په ایمان پورې اړه لري او نه په اسلام پورې. ځانمرګي یو رواني انحراف دی، یوه تلقیني ناروغي ده، جنون دی. وحشت دی.
0
51
375
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
زما اتله زویه! ودریږه! زما د زخمي زړګي ملهمه! په خوست کې د تور ابلیس په بمباریو کې د شهیدو وزیري ماشومانو وینې، ستا د اتکړو شرنګهار او زما د صبر اوښکې د افغان ټبر د ویښتیا لمر راهسک کړی دی. زه یې وینم، د رنجیت سنګهه زوزات د افغان قهر په لنبو کې ایره کیږي، ودریږه! ودریږه!
Tweet media one
1
45
361
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
د تور ګاونډ شتون طبیعي نه دی، ځکه نو خپل ژوند د ګاونډیو په ویجاړۍ کې لټوي. د افغانستان په اړه یې پالیسي نه بدلیږي، مګر دا چې دی له پښو وغورځي. یوه تمه شته، چې روان اړ دوړ یې اقتصاد دومره کاواک کړي، چې افغانستان ته یې راغځولې زهري ریښې وچې شي او یا افغانان ویښ و هوښیار شي.
14
33
352
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
متعصبو سکټاریستانو! دغه ریښتیني (افغانان) دي! پوهه غواړي، ښوونځی غواړي، رڼا غواړي. هغوی چې د داودخان د جمهوریت پر مهال د پنجاب غېږې ده وغورځېدل او د اسلامي جمهوریت ترسقوط وړاندې بیا په یوه الوتکه کې پنجاب ته په زاریو ورغلل، خبر کړﺉ، چې افغان او افغانستان رڼا او پوهه غواړي.
2
74
348
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
1 year
اماني تجربه: پاچا برېښنا راوسته، خلکو وېل د شیطان کوډې دي، پاچا کافر دی. نن ټول خلک برېښنا غواړي، خو شاه امان الله لا هماغسې کافر ګڼي. چې وپوښتې : ولې؟ وایي: نیکونو مو ویل، چې کافر دی.
0
48
353
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
په تېرو ٤٤ کلونو کې هېڅ افغانوژونکی وسلوال زما قومي، فرهنګي یا هویتي استازی نه دی. دېرش کاله کیږي، قلم خوځوم او ولس مې لیکنې لولي؛ د هر قوم و ژبې له ترهګرو او وژونکیو مې کرکه ښوولې. زما اتلان د دې هېواد د (انسان) لپاره د ډوډۍ او ښه ژوند موندلو په پار د فکر و عمل خلک دي.
3
40
353
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
مورنۍ ژبه د فرهنګ او فرهنګ د هویت بنسټونه دي. پر مورنۍ ژبه د زدکړې، خبرو اترو، لیکلو او ټولنیز تعامل حق د ټولو بشري حقونو د راخپلولو شعور زېږوي.
0
27
340
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
@HamidMirPAK آج کیسا حال هی بهایی جان
30
12
340
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
7 months
مه وایه! مه وایه! چې: ”خدای پامان!“ دونیا وړه ده، ګوندې بیا ووینو؟!
Tweet media one
5
12
341
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 months
زما خواږه یاران دا دوه بونیریان یو یې روښانه ”شمس“ دا بل یې ”رحمان“ دواړه سوچه افغانان، ښه انسانان دی مې د زړه افغانستان پرې ودان
0
13
343
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
1 year
ټولې استبدادي نیونې ناروا دي، خو ښاغلی ویسا د پوهنې خدايي خدمتګار دی. چې په کابل کې وم، هر ځلې مې چې دفتر ته راغلی، یوازې یې د ماشومانو لپاره کتابونه او نور پوهنیز توکي غوښتي. هو! یوازې کتاب، یوازې قلم. د کتاب او قلم دغه خدایي خدمتګار له زندانه وژغورئ، دی د زندان سړی نه دی.
Tweet media one
0
55
333
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
1 year
”هوښیار“ سم دی، ”اوښیار“ یې مه لیکیء. هوښ + یار = هغه انسان چې هوښ یا شعور لري. اوښ+ یار = هغه چې د اوښ ملګری وي.
10
17
322
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
ګل سړی، ګلاب سړی چمن ته ځي غږ د انقلاب سړی چمن ته ځي ژوند یې باب، پاڅون یې باب، پښتون یې باب ټول کتاب کتاب سړی چمن ته ځي
Tweet media one
0
42
329
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
9 months
خدای ته وګورﺉ افغانانو! خپل معصوم او پاک ماشومان پاکیستاني مدرسو ته مه لېږﺉ! ستاسو د انساني کرامت د ژغورنې یوه لاره همدا ده.
0
37
321
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
9 months
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځوان استازي، ښاغلي فایق، په زړورتیا د هر افغان غږ لوړ او سپین حقیقت څرګند کړ! زه ورڅخه مننه کوم! دا غږ دې همداسې لوړ وي!
0
26
318
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
چې د ایمران پلویو پټانانو او شهباز پلویو پنجابیو لانجه سره څنګه شوه؟ ایمران پلوي ملامت نه دي، خپل حق غواړي، ځکه روغه پاچايي يې ترې نیولې، نو باید خپلو پاڅونونو ته دوام ورکړي. شهبازپلوي هم په حقه دي، اوس چې پاچايي په ګوتو ورغلې، نو څنګه او ولې یې پریږدي؟ دا کیسه اوږده ښه ده!
9
21
313
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
7 months
د کرېکېټ د ملي ټیم له اتلانو سره ریښتینې مینه دا ده، چې د بایللو پر مهال یې وزغمو او خپل ځان د دوی په سپکاوي سپک نه کړو.
5
28
317
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
1 month
تر دومره ویجاړوونکیو تجربو روسته، که په افغانانو کې یوه ذره عقل هم وي، له پاکیستانه دې پر افغانستان واکمنېدل نه غواړي. دا سره کرښه دې څرګنده وي، چې: که پر افغانستان ابلیس هم واکمن وي او پاکیستان درته ووايي، چې زه د ملایکو حکومت درته جوړوم؛ منل یې زهر دي، زهر دي! زهر دي! والسلام!
1
36
317
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
6 years
اې د صمد شهید په وینو رنګېدلیو خلکو د ځوان " نقیب" پر شهادت راقهرېدلیو خلکو اې د ملالې په ټپو کې زنګېدلیو خلکو له خپل قسمته ناخبره کړېدلیو خلکو * له وینو ستړیو! ملګرتوب مو د کتاب نږدې دی افق ته ګورئ، سباوون د انقلاب نږدې دی
4
76
300
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
که یو څوک کیني، زموږ د فیسبوکونو او تویترونو ښکنځلې و سپکاوي نړیوالوته وروژباړي. نړیوال همدا زموږ ټولنیز۔ ملي اخلاق وګڼي او بیا ورسره زموږ فرهنګ، اعتقادات، تاریخ، ارزښتونه، ویاړونه او نورې لاپې وتلي، نو آیا په دا کوم برخلیک چې اخته یو، همدا به راته مناسب ونه ګڼي؟ چېرته روان یو؟
0
23
296
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
5 months
د ده په پاک سرزمین کې دې ښځې په جومات کې ناڅي، دی دې انتخاباتي منډې کوي، دی دې د پاکیستاني شرابو د تولید فتوا ورکوي، دا هرڅه په غزه و فلسطین کې له وژنو سره اړیکه نه لري، خو د افغانستان نجونې دې تعلیم نه غواړي، ځکه هلته په غزه کې وحشت روان دی. دین د داسې منافقت له لاسه زیانمنیږي.
0
53
298
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
1 year
اوس پوهېږم، چې ولې پاچاخان بابا جلال آباد خپل ابدي آرامځای ټاکلی و. ښايي د ستر خوشال خان دا وصیت یې په یاد و، چې: ”ما داسې ځای خښ کړﺉ، چې پر قبر مې د مغولو د اسونو د پښو دوړې پرې نه وځي.“ پاچا خان پوهېده، چې څه راتلونکي او څه پېښېدونکي دي؟!
0
17
293
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
دوستانو پوښتی یم: ناروزلی څه مانا؟ ناروزلی مانا بې تربیت، ښکنځلمار، چې خپله خوله د کموډ پرځای کاروي، چې د بداخلاقۍ او ښکنځلمارۍ له امله یې خلک په کورنیو د بې تربیه ګۍ تور پورې کوي، چې ګواکې ولې یې تربیه نه ده ورکړې؟ چې د چټلو ادبیاتو له کبله یې د وطن او قوم ملی فرهنګ شرمېږي.
9
15
286
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
1 year
۱/۴ د امنیت شورا د گزارش دا برخه، چې پر افغانستان واکمن استبداد یې «پښتون محور» ګڼلی، جداً د غندلو او احتجاج وړ ده. ملګري ملتونه په لوی لاس په افغانستان کې قومي شخړو ته لمن ووهي. واکمن پښتون محوره نه، بلکې مدرسه‌محوره او ایډیولوژیک محوره ډله ده، چې د هيڅ قوم استازولي نه کوي.
1
45
295
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 months
Tweet media one
25
5
292
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
4 months
یو شاعر، چې له ژبې و قلم پرته هېڅه نه لري. نه ټوپک، چې څوک ووژني، نه توپ و ټانک چې دیکتاتوري راوپرځوي. هو ریښتیا، دیکتاتوري له لښکرو او توپونو نه، بلکې له فکر او خبرو ویریږي. خدایزده، چې ځواب پیاوړی شاعر دی، که دیکتاتوري ډارنه ده؟ په شرابو خو د دیکتاتوري نازولي هم نیول شوي وو.
Tweet media one
0
27
293
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
9 months
که دین او سیاست سره بېلوﺉ یا نه، دومره وکړﺉ، چې پاکستان روزلي شیخان له دین و سیاست دواړو څخه بېل کړﺉ، که مو ټولې ستونزې په یوه ورځ حل نه شوې او دونیا ګل و ګلزار نه شوه زه یې ملامت.
0
44
290
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
ترکډوالیو مخکې، په افغانستان کې ښکنځلې بداخلاقي ګڼل کېدې. تر ښکنځېدلي به ښکنځونکی بد ايسېده او ترې کرکه کېده. ښکېلاک او ګاونډیو زموږ اخلاقي بنسټونه ونړول. د دوی په لمن کې روزلی نسل اوس وژل، لوټل او ویجاړول اتلواله بولي. تکفیر و ښکنځل اخلاق ګڼي. دا د قتال، پاټک او ټوپک نسل دی.
0
24
290
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
16 days
ښکېلاک له هغو ملي مشرانو کرکه لري، چې دسیسې پېژني او خپل ولس یې له زهرو خوندي کوي. سیاسي کومېډين خپل ښکلی ودان وطن او لکونه هېوادوال پرې تباه کړل، اوس یې اتل بولي. خو هغه د پېغور شو، چې د دسیسه شوې کورنۍ جګړې مخه یې ونیوله او د دوښمنو خولې یې په خاورو ومنډلې. دا پېغور نه ویاړ دی!
0
27
297
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
1 year
غرونو نه به یې وتوږﺉ له زړونو نه غورځيږي نه دا بیرغ ملي هؤیت دی، دا ملت پرځیږي نه بیا ”قصه خوانۍ“ ته ژېړو پاڼو قواله ورکړه دا وطن د لمر زمکه ده، شپو باندې خرڅیږي نه
Tweet media one
0
28
279
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
1 year
د پښتنو بشپړه سیاسي ازادي اوس حتمي ده. ځکه دا مسأله اوس ورته حیثیتي شوې. تاریخ او د ځانساتې ټولنې ټولنپوهنه وايي: هره مسأله چې د پښتني میندو او مېرمنو پلو ته ورولوېده، هغه به خامخا سر ته رسیږي. د پښتنو ښځمنو حضور او د دغو دردمنو میندو جنتي لمنې و لوپټې د پښتنو د خپلواکۍ زیری دی.
Tweet media one
0
28
278
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
نن د پښتو نړیواله ورځ نومل شوې! مبارک! پښتنو! پر دغې ورځ فکر وکړﺉ او راوخوځېږﺉ! له هغو ذهني څاه ګانو راووځیء، چې په کې ایسار یاست. بس دغه ”ریښتیا“ ومنیء چې ستاسو تر ذهني څاه بهر نړۍ ډېره پراخه ده. دا ومنیء چې تر څاه بهر لمر راخیژي. له دغه لمره رڼا واخلیء، ترې وېرېږﺉ مه!
0
29
278
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
وږې پرګنې د ډوډۍ په اړه فکر کوي. د تاریخي ویاړونو لس منه کتابونه په یوه وچه ډوډۍ بدلېدلای شي. په ولږه کې نه چا ته درناوی کیږي، نه څوک درناوی ویني.
0
21
267
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
10 months
د ګیلګیت بلتستان پېښې وڅارﺉ، پرې وغږیږﺉ او ځان خبر کړﺉ. دا پېښې ستاسو له برخلیک بېلې نه دي. که کیسه توده شوه، د افغانستان و سیمې حالات په چټکۍ بدلېدلای شي. داسې نه وي، چې: ” پاس د قسمت د برخو ویش ده په خوب ویده افغان به څوک راویښوینه“
0
42
278
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
1 year
اماني تجربه اعلیحضرت شاه امان الله غازي د وطن اولادونو ته ښوونځی غوښت. دوی ویل: پاچا کافر دی! نن ټول په ښوونځیو پسې چیغې وهو، خو د خپل ځوان پاچا له اروا مو بښنه غوښتې نه ده. موږ د پاچا امان الله او نورو پرمختګپالو آزار اخیستی، دا د هماغه ازار پایله ده چې ګالو یې.
0
44
277
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
9 months
د پاکیستان استخباراتي ۔ انګریزي روحانیت د ځنکدن پرتې وايي. دا د دوی روستنۍ سلګۍ دي. چې پیامبر ته یې څوکیداري وروسپارله، نو دا خبره په ډاډ ومنیء، چې په سیمه کې له دې اړخه بدلون حتمي دی. تر دې هاخوا پر اسلام سیاسي ۔استخبارتي تجارت مړ شوی وبولیء! دا ٥٠ کلنه پروژه پای ته ورسېده.
0
27
273
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
ولې د روسانو ومنو ؟ او ولې سیګار ته په تمه شو؟ هغه روس و سیګار، چې دوه ځله مو ور سره د جګړو دروغجنې نغارې ډنګولي، خو په ریښتیا مو خپل خلک وژل، خپل ماشومان مو حلالول او خپل وطن مو وراناوه. ولې خپل عقل، فکر او سترګې مو چېرته دي؟ په ریښتیا چې مینه و کرکه مو پردۍ ده، پنجابۍ ده.
0
32
268
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
تر دومره تورې خونړۍ مخینې او تجربو روسته، افغان روښانفکرو ته بویه، چې له ګاونډه د ټول را استولي استخباراتي ”جهاد“ په وړاندې غوڅ او ښکاره دريځ غوره کړي. په نوي روایت کې باید پاکستاني جهاد د افغانستان د ټول ٤٤ کلن ناورین او غمیزې اصلي مورینه و لامل وبلل شي! له تکفیره مه وېرېږﺉ!
0
28
267
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
1 year
د درېیمې نړۍ خلکو ته ډوډۍ نه شته، کار نه شته، کور نه شته، درمل او اوبه نه شته. خو د همدغو ولسونو لپاره د جګړې پر مهال ټوپک هم شته، کارتوس هم شته او توپونه هم. د نړیوال نظم دې عجیب عدالت ته حیران یم.
0
50
266
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
8 months
د هرات غمیزې زموږ د واحد ملت یووالی تمثیل کړ! د ټولو اوښکې سره ګډې شوې، چې د هراتي ماشوم ګردجن مخ ورومینځي. هرافغان له هراتي افغان سره ډوډۍ نیمه کړه! افغانولي زموږ ګډ هویت او د همدردۍ ګډ معنویت دی. د افغان انسان ملاتړ و لورېینه د افغان انسان لپاره! هرات غمجن دی، خو یوازې نه دی!
0
43
259
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
3 months
ما ګڼله، چې له ښځمنو سره مخالفت د هغه تعصب له امله دی، چې دوی ته د ٢و٣هجري پېړیو له ژېړو کتابونو راپاتې دی، خو خوستیو لوڼو ته یې سپکاوي وپوهولم چې دوی د دین له اخلاقي ارزښتونو پردي دي. دا سادیزم ناروغي، عقده او رواني بحران دی. له میندو لرې، په نرواکو مدرسو کې يې دا عقدې اخیستي.
0
35
266
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
په تور ګاونډ کې د بېواکه مُلکي مامورینو مسخره شخړه روانه ده. په ادلون و بدلون کې یې زموږ کومه ګټه نشته. د دوی کوټي که واښه خوري یا دروشته زموږ یې پرې څه؟ پر هغو تبصرې و لانجې پرېږدﺉ، خپل خلک راویښ کړﺉ او د ګاونډ د استخباراتي مدرسو له افیونه یې وژغورﺉ! د خلاصون لار همدا ده!
0
18
262
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
3 months
د ملتپالو بدنامولو ته ”ترهګرو“ او ”لنډغرو“ یوځای برګ اتڼ اچولی. دوه خبرې زباتیږي: ١۔چې ملي فکره وطنپال کادرونه نه وي، وطن به دغسې په غم ککړ وي. ٢۔ د سکتاریستو متعصبینو او بنسټپالو مذهبي افراطیونو مخالفت د څوکیو او واک په سر دی، تر دې هاخوا دواړه د وطن دوښمن دي. ریښه یې یوه ده.
0
41
266
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
1 year
۱/۸ په پاکستاني مدرسو کې څه تدریسیږي؟ [ نوټ: دا لیکنه پرلپسې په څو ټویټونو کې راغلې، نورو برخو ته یې هم ورشئ] په پخوانیو دیني علماوو کې به ځینې، چې د « فضیلت» درجې ته ورسېدل، نو دا جسارت به کېده، چې عالم وبلل شي. داسې فاضلو علماو به پر عربي صرف و نحو، علم اللغه، بلاغت او کلام
1
50
257
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
که استبداد دې نه پرېږدي، چې خپل ارزښتونه وپالې، افکار دې څرګند او د زړه خبرې ووایې، نو چوپ پاتې شه او ژوند دې وژغوره! اړ نه یې، چې خامخا د خپل باور، درک او پوهې پر خلاف خوله وخوځوې! پرون دې که یوڅه ویل او نن بل څه، نو دروغجن یې. سخته ده، چې په خپله محکمه کې خپل ځان ته پړ شې!
0
31
260
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
د یوه ستر انسان او یوه ښه افغان تلین لمانځنې ته له موږ سره ملګري شیء!
Tweet media one
3
24
260
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
5 months
شته کوم عالم چې په سړو مغزو او د دیني نصوصو پر بنسټ د شیخ ادریس په خوله د ټاکنو د تقدس فتوا غلطه ثابته کړي؟ که په افغانستان کې ټاکنې و رایه اچول کفری وحرامې وي، نو ولې په پاکیستان کې فرض عین دي؟ که شیخ ادریس دروغ وايي، بیا خو یې ټولې خبرې دروغ دي. دا تضاد و تناقض څه مانا؟ ولې؟
0
43
259
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
5 months
په استخباراتي مدرسو کې یې شیخان زموږ سادګانو ته همدا منتر په غوږو ورننباسي، چې په اسلام کې سرحد نشته! خو، د مدرسو اصلي مالک، پوځي واکمن، یې اعلان کوي، چې: «د یوه پاکیستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی!» زموږ د ژغورنې منطق هم باید دا وي: «تر هرڅه ړومبی افغان او افغانستان!»
0
39
258
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
د ژوند له نېکمرغیو مې یوه دا ده، چې د تور ګاونډ هېڅ ښېګڼه راباندې پور نه ده. اړتیا یې نه شته، چې د کومې ښېګڼې مننه یې وشي. هېڅ پیشو د خدای لپاره موږک نه نیسي!
1
8
249
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
خلک مه تکفیروه، خلک خدای ج مني. خلک دا نه مني چې ته د خدای استازی یې! خلک مهربان، عالم او بښونکی خدای مني، چې ستا په شان وحشي، جاهل او تیاره موجود یې استازی نه دی؟ خدای په خپل ځواک واکمن دی. ته څوک یې چې هغه ته واک ګټې؟ خدای، ستا د استازولۍ په اړه هېڅ ویلي نه دي. ته دروغ وایې!
0
45
250
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
۱/۳ رڼا او پاچا پر زمکه غوږ کېږدۍ او غږ یې واورئ له اوږدو لارو نه غوغا راځي د دې پېړۍ سپین سباوون ته ځیر شئ د شپې له غېږې نه برېښنا راځي په خیالي اس باندې دی سپور رادرومي د رڼا پل اخلي او بیا راځي امان الله راځي
Tweet media one
1
30
246
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
1 month
د افغانستان او شاوخوا سیمې تر پوستکي لاندې جدي، چټک او ژور بدلونونه روان دي. هوښیار، سنبال او ویښ واکمن به د ملتونو په ملاتړ خپل هېوادونه ترې ژوندي باسي. د منزوي او ناخبره هغو دې خدای مل شي. دا کرښې نښه، څو میاشتې روسته به ګورو، چې د دغې پېچلې لوبې ګټیالي او قرباني څوک دي؟
0
25
251
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
1 year
عدم تشدد دې ته نه وايي، چې د دوښمن چړې ته غاړه کېږده او پښې ورته وغځوه. عدم تشدد دا دی: چې ویښ شه، شعور پیدا کړه، دوښمن وپېژنه! که دوښمن چاړه په لاس درکوله، چې خپل بچي تکفیر او حلال کړه! ته یې مه حلالوه. یا یې که بم درکاوه چې خپل هېواد پرې والوځوه! ته یې مه الوځوه! بس خلاص!
0
38
246
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
9 months
هرات موږ ته ګوري، هرات د مرګ او ویرې په ټال زانګي! ټول له هرات او هراتي افغانانو سره د مرستې لپاره سره یو کیږو!
Tweet media one
1
45
244
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
9 months
هغو تش په نامه افغانانو چې پاکیستان خپله قبله ګڼله، د ”دفاع پاکیستان“ لپاره یې د افغان ماشومانو او ښځو په ضد ”جهاد“ کاوه. چې پاکیستان یې د هجرت کورګاڼه، دا ورځې د خپل بادار نخرې ویني که نه؟ انسانیت و افغانیت خو هسې نه پېژني، هغه په راولپینډۍ کې ورته پیچکاري شوی ایمان یې څه وايي؟
0
32
242
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
د فوتبال نړیوال جام مې ځکه هم نه خوښېد، چې د افغانستان پرضد د نړیوالې دسیسې شریک یې کوربه و. هغه شوم کوربه چې پر معصومو افغان نجونو یې ښوونځي وتړل، میلیونونه انسانان یې د لوږې هدیره کې زنداني کړل، سیمه یې د نوې پېچلې استخباراتي لوبې کومي ته ورټېل وهله او نوم یې پرې ”سوله“ کېښود!
0
21
240
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
زموږ په ایرو باندې لنبې ستړې شوې دوزخ به څنګه پښتانه و سوزي؟ دلته یې وریت کړل دجنت په نامه د سوزېدلو به نور څه وسوزي؟
0
22
240
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
1 year
لږ په کراره راځه دوه سپینې سپینې ناکراره هیلۍ الوځي الوځي د شپې له تور بخمل څخه سرونه باسي د شپې ګریوان نه د رڼا سرکشي ښکلې ده، خو زما په غېږ کې دومره ډېره ښکلا نه ځاییږي وړه وړه خوږه خوږه لکه رڼه شرشره غېږ ته راشه زه د پېړیو تږی رڼا په سترګو او شراب په شونډو ورو ۔ ورو څښم.
Tweet media one
2
11
238
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
د سیکولریزم تعریف مو غوښت؟ سیکولریزم یعني همدا. چې د سیاسي ګټو لپاره دین شاته پرېږدې او سیاسي مصلحت رامخ ته‌کړئ. که دین ویل:له مخلوڅې ښځې سره مه ګورئ، خو سیاست ویل: ویې ګورئ، لاس ورته په نامه کېږدئ، وخاندئ او ورته کاږه شئ... نو دین پرېږده او د سیاست ومنه! سیکولریزم یعنی همدا!
0
46
238
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
1 year
١/٢ که هرڅومره یې د بېلتون او سره ښکېلولو هڅه وشي، پښتانه او بلوڅ په ګډه د تاریخ په توپاني بېړۍ کې سپاره دي. پښتانه بې بلوڅو او بلوڅ بې پښتنو ماتیږي، احمدشاهي تاریخ شاهد دی. اصیل افغانان به د دوی د ګډې خپلواکۍ تر بریده د دوی پر سپېڅلې ملي مبارزه باورمن وي.
1
22
236
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
1 year
پوهنه ځان ته ګواښ ګڼي. له ښځو ډاریږي. له لوستیو ۔پوهو ښځو یې زاره چوي. خو پر یوه ملت د واکمنۍ شوقیان دي. ریښتیا چې: مستبد دیکتاتوران د بشریت د تاریخ تر ټولو ډارن موجودات دي.
0
33
231
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
”که تور مېښ راونړېد، اباسین به ډېرې خیرنې وړۍ له اټکه واړوي. “ دا جمله نښه وساتیء
0
14
227
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
نن د دې سړي دوه کاله پوره شول، چې د تورو تنبو شاته پروت دی. ګناه یې دا ده، چې د وژل شويو، شړل شویو، بې پته شویو پښتنو د ژوند و پت پوښتنه یې کړې ده. ده له قاتلانو پوښتنه کړې: ولې مو وژنئ؟ دی زنداني دی او پښتانه په نړۍ کې اتڼ کوي، مېلې کوي، خاندي او خوشاله دي... هی هی قومه!!!
Tweet media one
0
42
228
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
وايي، په هغه ښار کې هم لنبې بليږي، چې یو مهال یې خپلو (حلقه به ګوش) ترهګرو ته امر کړی و، چې: "Kabul Must Burn!" "کابل باید وسوزي!"
Tweet media one
Tweet media two
1
15
227
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
10 months
په خوست کې نن خلک چا ووژل؟ ولې یې ووژل؟ څنګه او په څه یې ووژل؟ دا کومه جګړه ده او ولې روانه ده؟ د جګړې دوام یو ناورین، خو تر دې یې لا پسې ژوره غمیزه ابهام او کړوونکې چوپتیا ده. تر وژلو دې دا بده ناروا ګڼم قصابه! چې چړې لاندې دې آه کولی نه شم
0
49
229
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
1 year
۱/۲ د زاړه باګرام هډونه را تودیږي ژمنۍ پلازمېنه بیا راپورته کیږي وزیرباغ کې د غازي ایوب مزار ته د ملالې د ”خدایږو“ چیغه رسیږي د خوشال د مینې ښار د وینو ښار شو پښتون ژوند پسې سینه باندې څښیږي پاچا خانه! سر راپورته کړه له خاورو ستا جنډه بیا هشنغر باندې رپیږي
1
26
227
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
11 months
داسې ښکاري چې د ”اسیا زړه“ سم دربیږي او د ”امپراتوریو هدیره“ بیخي ارامه ده ټولې نجونې یې ژوندۍ خښې شوي او کراره کراري ده... ځکه خو بي بي سي نن د ډایناسورانو د سیکس کولو په اړه راپور خپور کړی دی.
0
28
226
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
سکوت : چوپتیا، خاموشي، ګونګه روژه سقوط: لوېدل، پرځېدل، ړنګېدل
3
16
222
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
6 months
له خپلو بډوډو سره پام کوﺉ، چې له خندا ونه خوږیږي. د پېړۍ طنز: انګریزې ډیپلوماتې له دغه موجود څخه پوښتلي چې: په افغانستان کې د نجونو ښوونځي ولې بند دي؟ ته وا: انګرېز به ریښتیا پرې نه وي خبر؟ ته وا: ده به یې نو سر ورخلاص کړی وي؟ ته وا: دواړو به زموږ پر حماقت څومره خندلي وي؟
Tweet media one
0
31
223
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
11 months
شته څوک چې ده ته ووايي: ”دوحه تړون“ خو د امریکا او واکمنې ډلې ترمنځ و. په دې منځ کې ته څوک یې؟ تا ته چا کومه ژمنه درکړې ده؟ د دوحې تړون حقوقي التزام تعریفولای شې؟ په کوم ضمانت؟ ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ د سر قاتل او ګاونډیتوب؟! عجیبه ده والله!
Tweet media one
0
43
225
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
7 months
هره ډله، چې د افغانانو ترمنځ د محبوبیت یا اغېز دعوه کوي، د خپلې ریښتینولۍ د سپیناوي لپاره دې له ملت سره بې‌وسلې مخامخ شي. بس، چې یوازې دا ملت درنه د مرګ ویره ونه لري، بیا به مو وپوهوي، چې څومره پرې ګران یاست؟
0
27
226
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
ریښتینی وطنپرست او ملي شخصیت هغه دی، چې د وطن قسم خوړلی خونړی دوښمن یې د سپکاوي لپاره، خپله مرداره خوله خوځوي!
0
19
214
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
2 years
د وږیو ښځمنو بدنونه خیاطان پټولی نه شي. دا کار د نانوایانو دی.
6
14
213
@GhafoorLiwal
Dr. Abdul Ghafoor Liwal, PhD.
9 months
اوس به یې د چا پلار مشروع وګڼلای شي؟ ځکه انګریزي ملایانو حکم وکړ : چې افغانان دې ”سیکولرې او لېبرالې“ د ښوونځي او پوهنځي زدکړې نه کوي! پخپله انګلستان یوازې د پاکیستاني مدرسو په علومو جوړ شوی دی! ټوله پروژه انګریزي ده او پوره ١٧٠ کلنه ده!
0
31
215