Dr. Mahbob Shah Mahbob Profile Banner
Dr. Mahbob Shah Mahbob Profile
Dr. Mahbob Shah Mahbob

@mahbobshahmahbo

Followers
27,294
Following
654
Media
1,215
Statuses
7,068

Linguist @Meta , Ph.D. scholar, Ex-lecturer @KabulUni , Ex-Director of Cultural&Social affairs @The_office_of_President @Ashrafghani , Ex-Editor @RFERL

Washington, DC
Joined December 2012
Don't wanna be here? Send us removal request.
Explore trending content on Musk Viewer
Pinned Tweet
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
1 month
According to my research conducted for Afghanistan International, from October 2001 to August 15, 2021, Afghanistan witnessed the loss of 86,035 soldiers, intelligence personnel, and allied militants, with an additional 111,487 wounded and 10,854 disabled. These figures highlight
@AFIntlBrk
افغانستان اینترنشنال
1 month
جنگ ۲۰ ساله افغاستان در فاصله رفتن و بازگشتن طالبان،‌ هم برای نیروهای دولتی و مخالفان‌شان تلفات سنگین انسانی داشت، هم برای نیروهای ائتلاف بین‌المللی تحت فرمان امریکا. بر اساس اطلاعات موجود، از میزان ۱۳۸۰ تا اسد ۱۴۰۰، بیش از ۸۶ هزار سرباز، مامور استخباراتی و نیروهای محلی حامی
Tweet media one
4
14
94
1
3
17
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
3 years
د ولسمشر غني په اړه بې بنیاده اوازې دي چې ګواکې نظر بند دی. ولسمشر دا مهال د جمهوریت تېر۲۰کلن دور ته په ځانګړې کتنه بوخت دی،د وطن حالات له څاري،ټول ملاقاتونه او اړیکې یې د کوربه هېواد د ډیپلوماتیک عرف او اصولو له مخې تنظيمیږي. ولسمشر له هېوادوالو اومشرانو سره په اړیکه کې دی.
Tweet media one
399
117
2K
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
2 years
نن د ولسمشر غني @ashrafghani د زوکړې ورځ ده، کلیزه یې بختوره! Happy birthday!
Tweet media one
107
67
2K
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
3 years
ولسمشر غني @ashrafghani له محمد نبي سره په ټیلفوني خبرو کې له ټولو لوبغاړو مننه وکړه. ولسمشر د کرکټ لوبغاړي افغان ولس ته خوشحالي ورکوونکي استازي بللي او زیاته کړې یې ده چې د یوه ویښ ملت په استازیتوب افغان لوبډلې نړۍوالو ته دا وښوده چې هېڅوک افغان ولس یرغمل نه شي ساتلی.
Tweet media one
98
58
1K
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
3 years
ډاکتر عبدالله یوه اونۍ په دې مرور و چې له امریکايي استازو سره د ولسمشر په مجلس کې ولې زما چوکۍ سره خواکې مېز نشته؟شل ځله به یې تشریفاتو ته فرمایش دا و چې چوکۍ یې باید له امرالله صالح څخه پورته ایښي وي،۱۵۶۰کسه یې غېر قانوني مقرر کړي وو او له موږ په دې خفه و چې ولې معاش نه ورکوئ؟ ۱
66
53
782
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
2 months
بې ننګه ووایه په تا کې به ننګ کله راځي؟ 😥😥😥💔💔💔
17
133
737
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
3 years
نن مې د خپل ناول (د ولسمشر وروستی لیک) وروستۍ برخه هم بشپړه کړه، دا تاریخي او سیاسي ناول د وطن په وروستیو حالاتو را څرخي، شپاړس لیکونه لري چې هر لیک یې ځانګړې موضوع او ضمیمې لري. له ایډیټ او بیا کتنې وروسته به یې چاپي بڼه تر تاسو در ورسي.
Tweet media one
42
23
543
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
2 years
که دروند مو راته ونه کتل تاسو به پښېمانه شئ! @ashrafghani
37
60
522
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
2 years
که څه هم د حامد کرزي سیاسي دریځ له هر اړخه د نقد وړ دی، مګر یو تار ویښته یې هم په مراتبو له ت|لبه د وطندوستۍ په تله دروند دی.
Tweet media one
121
5
496
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
1 year
Happy Birthday Mr. President @ashrafghani
@afbnpashto
ABN Pashto
1 year
نن د جمهوري نظام د ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني ۷۴مه کلیزه ده. ټولنيزو رسنيو کې ډېرو افغانانو نوموړي ته مبارکي ليکلې او د اوږد ژوند غوښتنه يې ورته کړې ده. #AshrafGhani #ABN
Tweet media one
116
53
1K
14
17
505
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
2 years
ټا لب په ښکاره په دین او مذهب ملنډې وهي، سراج اکاني په یوې غونډې کې خلکو ته وايي چې د کابل د کانټیننټال هوټل د برید رهبري حضرت محمد (ص) کوله او ځانمرګو ته یې په خپل لاس د جنت سرټیفیکیټونه ویشل، جالبه یې لا دا چې ناست خلک ورته په په چغو او کړیکو ژاړي، عجب حماقت!؟ 1/1
126
53
451
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
11 months
زما د خړې خاورې اتلانو! بیا هم مننه چې زموږ پر شونډو مو خندا راوسته. بریا مو مبارک!
Tweet media one
0
9
455
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
3 years
سر له اوسه د ولسمشر غني @ashrafghani له فیسبوک پاڼې څخه که هر ډول نظر خپریږي په ولسمشر پورې تړاو نه لري، تر هغې چې پاڼه بېرته تر لاسه شوې نه وي ټول خپرېدونکي لیکونه بې اعتباره دي.
44
33
452
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
2 years
نن مې د کمال خان د کاسې د سپېرې بدنې تصویر وکوت، حیران نه یم ځکه له طالبه د وطن د ابادۍ تمه حماقت دی مګر افسوس په خپلو منډو ترړو راشي، تېر کال دا ورځې کمال خان پرانېستل کېده، د نېمروز په دښته کې مو سرې غرمې تېرې کړې، مګر ستړي نه وو او تمه مو لرله ۱/۱
Tweet media one
54
62
419
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
3 months
خوښ یم چې د فرهنګ په مدیریت کې مې نن د خپلې دوکتورا له ډېزرټیشن څخه په بریاليتوب دفاع وکړه. زما لپاره دا سفر ستړی کوونکی خو له زده کړې ډک و؛ سفر اوږد شو خو راحت یم چې تر پایه ورسېد. ما د خپلې دوکتورا ډېزرټیشن د افغانستان په معاصر فرهنګي تاریخ کې د بدلون راوړونکي شاه غازي امان
Tweet media one
126
10
430
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
2 years
ما ته د غلام وطن ګستاخې هوا دا ووې ځار شم د باغي باغي پښتون پښتون خوش رنګ ملنګ نورالبشر نوید @ashrafghani
Tweet media one
17
18
407
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
2 years
دا د کافر جمهوریت(!)په دور کې د کابل پوهنتون د پښتو څانګې ټولګی و. په دې کې کومه بې حجابه ده؟ کومې څادر نه دی په سر کړی؟ کومې غېر افغاني او غېر اسلامي لباس اغوستی؟ تر دې لویه بې غېرتي نوره څه وي چې ت|لب د خپل منفور فکر د توجیه لپاره د وطن په ملالو او درنو لوڼو د فحاشۍ تور لګوي.
Tweet media one
137
40
400
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
2 months
ګنګس ملت!؟ ظاهر شاه اروپا ته په سفر روان و، د ارګ په خوله کې لسګونو کسانو دا شعار ورکاوه: “عمر دې ډېر شه بادشاه”. دوه ورځې لا نه وې تېرې چې داود خان کودتا وکړه، د همدغه ارګ مخې ته سلګونو افغانانو مرده باد ظاهر شاه او زنده باد د جمهوریت بنسټ اېښودونکی داود خان نارې کړې. موده
Tweet media one
71
42
411
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
2 years
له بي بي سي سره مې د ډاکتر زلمي خلیلزاد مرکه کې واورېده، له مسوولیته یې په ډېر مهارت ځان ویسته مګر تر اخره یې ځان خلاص نه شو کړی. کله چې ت|لب او امریکا په دوحه کې تړون کاوه ولسمشر غني بار-بار اعتراض وکړ چې دا تړون په لوی لاس د اسلامي جمهوري دولت د ناکامولو په معنا دی او د جمهوریت
Tweet media one
43
31
398
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
1 year
او زه بیا ازادي داسې تعریفوم
23
37
397
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
3 years
دا وطن افغانستان دی
43
52
398
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
2 years
اوس به پوی شوي یو چې دغه سپین ږیري څه غوښتل؟ د جمهوریت د سقوط عوامل ډېر دي یو یې هم په خپلو ګټو میین سیاستوال وو،له کرزي نیولې تر عبدالله او له عطاء نیولې تر حکمتیار ټولو ویل چې ولسمشر د سولې ښکاره مخالفت کوي،د واک تږی دی،ارګ نه پرېږدي، مګر د دوی سترګې پټې وې، نن یې نتیجه وینو.
31
61
392
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
3 years
زېری په کندهار، خوست،بلخ او هرات ولایتونو کې د پښتو ژبې او ادب په برخه کې د ماسترۍ برنامې د ولسمشر له خوا منظور شوې.
Tweet media one
17
21
385
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
1 year
پښتو څه ده؟ پښتو مینه ده خوږه ده یو غازي ته د ملالې خولې ټپه ده محبوب
16
52
393
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
2 years
زه پښتون یم او دا زما ملي بېرغ دی.
Tweet media one
14
17
386
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
1 year
کله چې د هلمند د اوبو پر سر له ایران سره شهید موسی شفیق تړون لاسلیک کړ،نو په کابل کې د داود خان پلویانو او چپي ګوندونو لاریونونه پیل کړل،موسی شفیق ته عبدالفغار فراهي راغی او هغه ته یې وویل چې له تا پخوا ډېر لومړي وزیران راغلي مګر تا ولې داسې لویې مسالې ته لاس اچولی؟ ۱/۱
Tweet media one
14
27
382
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
2 years
استعمار نور څنګه وي؟ د افغانستان په اړه د چین په جوړې شوې غونډې کې د افغانستان په نماینده ګۍ شاه محمود قریشي غږیږي،د ټالب کابینه د ای ایس ای مشر تنظیموي،په کابل کې یې تور سفیر د پاکستان ورځ په نظامي پرووا نمانځي،د ټالبانو هر وزیر په میاشت کې یو ځل پاکستان ته ځي او هدایات اخلي ۱
48
58
382
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
2 months
تور سور او زرغون بیرغ د لومړي ځل لپاره د پغمان په جرګه کې د یوه ځانګړي مفهوم په اساس وټاکل شو. #دملي_بیرغ_ورځ
9
33
392
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
3 years
ما شمله کړ، ما ول ول کړ ما دستار کړ
Tweet media one
6
10
363
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
2 years
توپیر په افغانستان کې نوي سلنه مفشن کورونه، ماڼۍ، پلازې، مارکیټونه او بلند منزلونه د هغو خلکو دي چې په افغانستان کې یې د اسلام په نوم جنګ کړی، د تکنوکرات او ملي فکر خاوند خپله شتمني به په ډېر ندرت ووینئ. که له مجاهدینو یې را پیل کړو دوی د اسلام په نوم تر ټولو ډېرې غلاوې او
Tweet media one
40
29
363
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
3 years
د پنجابي میډیا د ټرینډ په مقابل کې راځئ په شریکه دا ټرینډ وچلوو: #WeSupportBlueTigers ❤️🇦🇫
8
43
358
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
11 months
زما د خړې خاورې اتلانو بریا مو مبارک! نن مو خپل تاریخي رسالت ترسره کړ او د وطن د بریا بېرغ مو پورته کړ. ډېره ډېره مننه!
Tweet media one
7
14
342
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
3 years
ښه موږ وبایلله، موږ مات شو، مګر کوم ښه بدلون!؟
Tweet media one
49
44
344
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
1 year
استاد یون ته! په افغانستان انټرنشنل @AFIntlBrk کې مې د استاد یون مرکه واورېده، هغه د ت|لبانو په استازیتوب ما ته دعوت راکړ چې وطن ته راشه! ګرانه استاده! دا وطن زموږ دی او له وطن بیلتون نه کېږي خو زه وایم د دې پر ځای چې ما ته دعوت راکړې خپلې کورنۍ ته دعوت ورکړه چې کابل ته درشي.
Tweet media one
Tweet media two
86
36
344
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
7 months
څو کاله وړاندې د ګاندي لمسۍ تارا ګاندي راته ویل: ته ادبیات تدریسوې؟ ما ویل : هو ویل یې ایا پښتانه ځوانان پاچا خان پېژني؟ ما جواب ورکړ:هو ولې نه، هغه زموږ د پښتنو مشر او لارښود و. یوه شېبه غلې وه بیا یې وویل: په خپلو درسونو کې دې د پاچا خان په اړه کله محصلینو ته څه ویلي؟ ځواب مې
Tweet media one
93
18
340
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
3 years
کمال خان او د ولسمشر د وژلو پلان
Tweet media one
Tweet media two
51
37
324
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
1 year
کله چې د کمال خان بند پرانیسته کېده اوبه کمې وې نو د کاسې د ډکېدو لپاره د بند دروازې وتړل شوې،په یوې هفتې کې درې ځله ایرانی هیئت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر @MHaneefAtmar ته راغی او سوال یې کاوه چې اوبه راخوشې کړئ. مګر نن چې یو مشروع نظام نشته لوی او واړه ایراني بدمعاشي شروع کړه.
Tweet media one
91
29
324
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
3 months
زما له پاره د خوښۍ ځای دی، چې له ډېره کړاوه وروسته له خپلې دوکتورا دفاع کوم. که خدای ته منظوره وه د جولای په لومړۍ نېټه به خپله دوکتورا دفاع کړم.
Tweet media one
63
4
333
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
1 year
بېرغ څه دی؟ دا زما د مور پړونی بېرغ ویاړ دی او سپېڅلې کلیمه ده محبوب
18
43
319
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
7 months
ښه نو؛ په دې کې به زه څه ووایم؟ د وطن د باعزته پښتنو مېرمنو په نوم اکاونټونه جوړول او بیا نور پرې کنځل والله که د افغانیت او غیرت کار وي. @SoniaNiazii
30
39
323
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
3 years
څو ورځې وروسته د فرهنګ عالي شورا وه له سرور دانش سره هلته مخ شوم په ډېرې سپین سترګۍ یې وویل: در باره ی خودت مه تحقیق کردم، یکی از فاشست ترین اداره امور استی. ما ډېر زر جواب ورکړ: تشکر جناب معاون صیب! ستاسو لطف او مهرباني ده، اوهو ببخشین خودت خو به پشتو هم نمیفهمي تشکر از لطف تان
Tweet media one
Tweet media two
34
27
321
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
2 years
کابل ته د ولسمشر غني د تګ په اړه د وحدت ورځپاڼې خبر ناسم او دا د پاکستاني استخباراتي سرچینو نادرست معلومات دي. دا مهال افغانستان د پاکستان له خوا په بشپړ ډول اشغال شوی او په وطن کې د ملي اشخاصو حضور ناممکن دی.
Tweet media one
27
31
310
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
3 months
د پښتنو کوڅې خو داسې بې ایمانه نه وې داسې بې ژونده نه وې، داسې بې جانانه نه وې سایل
Tweet media one
15
25
321
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
1 year
د جلا وطنۍ درد یوه شپه غازي امان الله خان په روم کې خپل یوه لیکوال ملګري مېلمه کړ، تر ناوخته یې سره کیسې وکړې، ټول ویده شول غازي هم خونې کې پرېوت. د شپې ناوخته یې ملګری له کړکۍ ګوري چې غازي په حویلۍ کې پر یوه چوکۍ نا ارامه ناست دی. ملګری یې راځي او ترې پوښتنه کوي چې ولې نه یې
Tweet media one
34
14
320
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
2 years
درنو هېوادوالو! کوچنی اختر مو مبارک شه
Tweet media one
13
2
300
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
3 months
د یوه لوېدلي ملت په توګه دا خوشحالي بې توله او ډېره درنه ده.
Tweet media one
11
6
304
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
1 year
د جلا وطنۍ درد یوه شپه غازي امان الله خان په روم کې خپل یوه ملګري مېلمه کړ،تر ناوخته یې سره کیسې وکړې،ټول ویده شول غازي هم خونې کې پرېوت. ناوخته یې ملګری له کړکۍ ګوري چې غازي په حویلۍ کې پر یوه چوکۍ نا ارامه ناست دی.ملګری یې راځي او ترې پوښتنه کوي چې ولې نه یې ویده شوی؟ ۱/۱
Tweet media one
35
20
294
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
2 years
اوس خو به ټول پوی شوي یو چې ولسمشر @ashrafghani غني څه غوښتل؟ غني د وطن لور ته ښوونځی غوښت، غني په نړۍ کې د افغان ملت عزت او درناوی غوښت او غني ملي بېرغ د پامیر په هسکو څوکو رپانده غوښت.
29
40
292
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
1 year
ت|لبانو د ولسي جرګې پخوانی غړی رمضان بشردوست نیولی او شکنجه کړی دی. بشردوست یو سپین ګویه او زړور سیاستوال دی چې څو ورځې مخکې یې د ښځو پر وړاندې د ت|لبانو سیاست غندلی و.
Tweet media one
21
16
294
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
2 years
د لوی افغانستان یو کوچنی نښیر
Tweet media one
3
9
295
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
2 years
له وطنه د ولسمشر غني د وتلو له امله په نړۍ کې د امریکا حیثیت زیانمن شو، د هیلري کلنټن خبرې باید جدي ونه نیول شي ځکه د ډاکتر غني له امله یې په امریکا کې د ګوندي حکومت حیثیت صفر شو. اوس ډیموکراټان د خپل لویدلي حیثیت د توجیه پر ځای پر ډاکتر غني عقديي تورونه لګوي.
30
26
289
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
3 years
اوس نو دغه فولادي سپین ږیری باید ورټل شي، ځکه د وطن اوبه یې مهار کولې، د بنسټونو د جوړولو فکر یې لاره، د ټولو مشکلاتو سره - سره د پاکستان او ایران مخې ته ودرېد. ته نه تکرارېدونکی انسان یې! دا وطن به ته ژغورې! زه د وطن ځوانانو ته حیران یم!؟ څومره ژر تغیر کوي، څومره موسم پرسته دي!؟
Tweet media one
31
48
284
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
1 year
سترګې دې زما غوندې په چا پسې رنځورې شه
Tweet media one
4
11
288
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
1 year
زما د خړې خاورې اتلانو! مننه چې یو ځل بیا مو د غم څپلو هېوادوالو پر شونډو خوښي راوسته. دا چې پنجاب ته مو ماته ورکړه ستاسو د دې خوښۍ او له خدایه د شکر په پار په افغانستان کې له دوو اړمنو کورنیو سره د روژې او اختر لپاره نغدي مرسته کوم.
Tweet media one
5
9
291
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
2 years
زه ازادي داسې تعریفوم
7
37
281
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
1 year
استاد لېوال په رښتونې معنا د ادبیاتو او تاریخ په روح اګاه، د فلسفې او بشرپوهنې یو دقیق څېړونکی او په تمامه معنا یو عالم خو ډېر حلیم او خوږ انسان دی. تازه یې د خپلې دوکتورا له ډېزرټېشن څخه دفاع وکړه، استاد او موږ ټولو دوستانو ته دې دا بریا مبارک وي. @GhafoorLiwal
Tweet media one
10
8
282
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
1 year
ملي بېرغ زموږ د ملي او تاریخي هویت یوه نښه ده، دا رنګین او مقدس توغ د افغاني غرور هغه شمله ده چې محوه کول یې ناشوني دي. منو دا ملي بېرغ به له سترګو لوېدلی وي خو له زړونو نه دی لوېدلی، دا به بیا راپاڅي او په خپل رپ به پامیر ښکلی کوي، دا به بیا راپاڅي او په خپل رپ به د سپین غره
16
26
281
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
7 months
د وطن د ځوان کهول غږ او خوله که هر څومره د بغدادي پیرانو په څپېړو ووهل شي؛ خو د بدلون غږ خاموشه کېدونکی نه دی. پر افغانستان حاکم وحشت له دغې ویډیو ښه تعریفېدی شي. دا ځوان که هر څوک پېژني ما ته یې د اړیکو شمېره پکار ده.
59
41
278
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
1 year
ای هېواده! زه دې زوړ کړم ته جوړ نه شوې دا د صبر ډوډۍ څه سخته پخېږي ارواښاد لایق
6
23
270
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
2 years
د جنرال ضیاءالحق او حمید ګل ارمان پوره شو، دا دی د پاکستاني بېرغ لاندې یې کېنول او وطن عظمتونه یې پرې بربنډ کړل. تر ټولو درد اوره بیا دا ده چې د ت|لبانو د روغتیا وزیر د علي جناح د تصویر تر سیوري لاندې ناست او د افغانستان د تحصیلي نظام د پاکستاني کېدو وعدې کوي. یو باتور ملت غرقیږي
@DaudJunbish
Daud Junbish 🇦🇫
2 years
طالبان باید ووایي چې دا یې وزیر دی اوکه نه او که وي چا واک ورکړی چې د پاکستان قانون زموږ هېواد کې پلی کړي. د انګرېز مادالي تر څېرې او جنډې لاندې ناسته یې ورمعاف.
88
127
545
37
59
279
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
3 months
د وطن د یوه سپیڅلي غازي په نوم! هغوی ته؛ چې په ملي ارزښتونو، ملي مشاهیرو او اتلانو باور نه لري، د ملي سمبولونو یو لنډ تعریف.
13
27
273
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
3 months
په ۲۰۱۸ کال کې د انګلستان د لوی درستیز په منځګړیتوب پاکستان دا ومنله چې ت|لبان به درې ورځینې اوربند کوي او اوربند وشو. دوی ښارونو ته راغلل خو هیچا ترې منډې نه کړې، هیچا هم وطن پرېنښود دا ځکه چې د خبرو له لارې یې اوربند ته غاړه ایښې وه مګر په ۲۰۲۱ کال کې چې کابل ته راغلل لکونه
Tweet media one
51
24
268
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
7 months
ټرمپ وايي، ملا بردار ته چې مې اخطار ورکړ، په اتلس میاشتو کې یې په یو امریکايي سرتېري برید ونه کړ او په ډېر احترام یې راته وویل: سمه ده ښاغلیه! خو په همدې اتلسو میاشتو کې طالبانو هره ورځ لسګونه افغانان وژل، دوی د امریکا پر ضد جهاد(!) ودراوه؛ مګر د مظلومو افغانانو پر وړاندې یې
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
7 months
د #امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ د امریکا په ورجینیا کې یوې غونډې ته ویلي، چې د واک پر مهال یې ملا برادر ته په ټلیفوني اړیکه کې ویلي وو، چې "امریکایي عسکر ونه وژنئ او په ۱۸ میاشتو کې په #افغانستان کې هېڅ امریکایي عسکر ونه وژل شو." #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
20
23
102
96
42
260
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
4 months
د کرېکټ په نړۍوال جام کې د افغان اتلانو دویمه بریا مو مبارک! مننه اتلانو!
Tweet media one
1
11
268
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
20 days
د ډاکتر نجیب الله او جلال الدین حقاني د لیکونو تبادله په ۱۳۶۶ کال کې د افغانستان ولسمشر ډاکتر نجیب الله د جهادي قوماندانانو د شورا مشر جلال الدین حقاني ته لیک ولېږه او د دوی تر منځ د څو لیکو تبادله وشوه. په لیک کې ډاکتر نجیب له حقاني څخه د خبرو او مذاکراتو غوښتنه کړې وه، د
Tweet media one
Tweet media two
65
24
265
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
4 months
او کله چې بودا د افراطي ملایانو په درنو مرمیو نه و ټپي شوی.
Tweet media one
87
24
258
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
3 months
د وطن د اتلانو عمر دې اوږد وي او بریا دې ټولو هېوادوالو ته مبارک وي!
Tweet media one
4
7
266
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
1 year
د داود خان وژلو ته په شمار څو ساعته پاتې دي، د ارګ ګارد تسلیم شوی، داود خان د کابینې وزیرانو ته وايي که څوک ځي نو کولی شي چې لاړ شي او کودتاچیانو ته تسلیم شي. ټول وزیران روانیږي ولې یو د کورنیو چارو وزیر عبدالقدیر خان پاتې کیږي، داود خان ورته وايي ته هم لاړ شه، ۱/۱
27
9
254
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
3 years
د ولسمشر غني د تګ په اړه مې د #۸صبح ورځپاڼې یوه نیمه خیالي لیکنه ولوسته، په لیک کې هڅه شوې چې ځینې خیالي صحنې رښتونې وښيي چې لیکوال پکې عادي لوستونکو ته بریالی او رښتونی برېښي خو په حقیقت یوه دروغ او له حقیقته نیمه لرې لیکنه ده. د ولسمشر د وتلو وخت، تاجکستان او اربکستان ته تګ۱/۱
24
16
252
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
2 years
د ت|البانو د لوړو زده کړو د وزیر ندا محمد خبرې مې واورېدې، د بغدادي پیر او د هغه د پیروانو کیسې مې پر زړه شوې، کټ مټ هماغه انداز یوازې زمانه بدله شوې. غازي امان الله خان د موډرن او پر ځان بسیا افغانستان یو ارماني شاه و، هغه وطن ته ابادي غوښته، زده کړې یې غوښتې ۱/۱
Tweet media one
10
26
248
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
2 years
خوشینی یم چې وطن یرغمل دی ملي توغ مو رپاند نه دی مګر ؛ زموږ بېرغ د ملي یووالي سمبول بېرغ د خاورې د مالکیت د احساس نښه بېرغ د لوی کور له رنګونو جوړ رنګین ټوکر
17
23
251
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
4 years
که طالب خبریال له ما پوښتلی وای چې د طالبانو په لیدو څه احساس کوې؟ زما ځواب دا و: چې راغلم او تاسو مې ولیدئ ما ته مې د خپل اروښاد پلار په وینو ککړ مخ رایاد شو، د خپلې کوچنۍ خور چغو مې غونی رازیږ کړ، د خپل شهید تره زوی شلیدلي اندامونه مې تر سترګو شول...
37
24
246
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
3 years
طالب د افغانستان د وروسته پاتې کېدو ذمه اخیستې، دوی د وطن د لوڼو د بېسواده کېدو پنجابي پروژه پلې کوي، دوی پنجاب ته دا په ثبوت رسوي چې افغانستان به تل ستاسو فکري،اقتصادي او حتا فرهنګي غلام وي. د جونو پر زده کړو بندیز له وطن سره له افراطي او ازلي دښمنۍ پرته بل هېڅ پیغام نه لري.
Tweet media one
15
26
252
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
2 years
زما د خړې خاورې اتلانو! مننه چې د درېدلو افغانانو پر شونډو مو خوښي راوسته. بریا مو مبارک!
Tweet media one
4
7
251
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
3 months
مبارک وطنه!
Tweet media one
2
1
254
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
4 months
د مشروع او غیر مشروع نظامونو توپیر په دغه تصویرونو کې د ابتدايي سیاسي پروټوکول له مخې ښه روښانه کیږي.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
160
15
242
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
1 year
دادرس صیب ډېر پر ځای غږېدلی هغه وايي له اوسنیو ستونزو څخه د تښتې یوه لار دا ده چې په تېر شخوند ووهو. هغه افراطي او چاپلوسانه توصیف نه کوي او نه هم شخصي ګټې لري بلکې د وطن د یو سپین ږیري په توګه د روان ناورین بحث کوي. ت|لب هېڅ ډول حقوق حیثیت نه لري.
9
43
243
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
1 year
شهیده! شهادت دې مبارک، ته د وطن په ننګ شهید شوې، تا د مور وطن بچو ته ازادي غوښته، د ښکېلاکګرو په مقابل کې ودرېدې او دا دی د شهادت سپېڅلې درجې ته ورسېدې.
Tweet media one
114
23
241
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
10 months
زه د جګړې مخالف یم، ټوپک مې بدې راځي مګر د دغه خبر په لوستو مې یو څه رایاد شول. پنجابي جنرالانو به چې طالبان جګړې ته هڅول، وسلې به یې ورکولې، کورونه یې ورکړي وو، زندانونه یې ور جوړ کړي وو، د روسیې او چین اپراتیفي پېسې به یې ور انتقالولې هغه وخت جګړه حلاله وه او اوس حرامه!؟ توپیر
@afintlpa
افغانستان انټرنشنل - پښتو
10 months
د طالبانو د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند #خالد_ځدراڼ د ملي ډېموکراټیک غورځنګ د مشر وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې دوی جګړې ته د افغانستان خلک هڅوي. #محسن_داوړ په تاجکستان کې د هرات په امنیتي کنفرانس کې ویلي وو، چې په افغانستان کې په زور واکمني نه شي
Tweet media one
11
2
36
125
15
231
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
1 month
یو روښانګرا قانع له فردي اړخه ښايي زما د قانع اکا @QaniEsmat د لیک سبک خوښ نه وي؛ خو د پښتني روښانفکرۍ د یوه ډېر غښتلي مبارز په توګه د هغه په درنې او اوږدمهالې مبارزې سترګې نه شم پټولی. د هغه د یوې ورځې وطن دوستي د ملاهبت الله د ټول عمر له وطن دوستۍ درنه ده. قانع د کمال لیکوال
Tweet media one
93
15
244
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
2 years
د نورستاني کولتور د ورځ په پار د نورستان د کولتور ورځ دې زما درنو نورستاني هېوادوالو ته مبارک وي.
Tweet media one
9
6
237
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
3 years
فیسبوک د تڼي غندنو نیولی،بېشکه تڼی د یوې ناکامې کودتا رهبر و او کودتا یې شاید هغومره تاوان نه وي پېښ کړی لکه د پنجاب په مرسته وروستۍ کودتا چې پېښ کړی او پېښوي یې. زموږ نېږدې حافظې کمزورې دي،د لسګونو کلونو پخوانۍ پېښې غندو او بحث پرې کوو مګر په نېږدې تېر او روان حالت چرت نه وهو. ۱
48
13
232
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
4 months
پښتو څه ده؟
4
30
235
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
1 year
یوسل څلور کاله وړاندې غازي امان الله خان په دې قلم له انګرېزانو د خپلواکۍ د بیا تر لاسه کولو تړون د یوه باسواده او ودان افغانستان په نوم لاسلیک کړ. دا دی یو سل څلور کاله وروسته لا هم بېسواده او ښکېلاک کې ګېر افغانستان لرو. موږ شاتګ کړی که پرمختګ؟
Tweet media one
17
16
231
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
1 year
پاکستانی خبريال طاهر خان وايي چې د دوحې په غونډه کې به د ت|لبانو استازيتوب حنا رباني کهر کوي. د افغانستان د ولس او ګټو دفاع به د افغانستان همېشنی دښمن پاکستان کوي!؟ د ت|لب کابینه فیض حمید جوړوي، اعلامیې په اردو خپرېږي او بهرنۍ نماینده ګي حنارباني کهر کوي، همدا اشغال نه څه دي؟
Tweet media one
98
43
228
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
11 months
زما د خړې خاورې اتلانو یو ځل بیا مو هم مبارک! ډېره مننه او بیا هم مننه، چې د خپل وطن بېرغ مو هسک کړ، وطن ته مو ویاړ راوړ او د خپلو هېوادوالو پر شونډو مو مسکا راوسته. بریا مو مبارک!
Tweet media one
5
7
230
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
3 years
منظور به ولې نه په نښه کېږي ځکه چې د پښتانه د لوی ټبر غږ دی،دی د امن او یووالي په نیت راپورته شوی او میلیونونه پښتانه یې تر شا دي. پاکستانی ریاست د امن او یووالي دا مخلصه او په پښتنه جذبه لړل شوې ناره چپ کول غواړي. پنجاب د لر او بر پښتون قاتل او دښمن دی پر وړاندې یې درېدل غزا ده.
Tweet media one
7
25
228
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
2 years
پوهاند ډاکتر زغم سوال وکړ، عذر یې وکړ چې پاسپورټ راکړئ! ناروغ یم، مګر د وطن یوه پوهاند او پي ایچ ډي ډاکتر ته هیچا پاسپورټ ورنه کړ بلکې د پاسپورټ په بدل یې ترې ډالر غوښتل چې ده نه لرلې. د مستۍ له خاطره له وطنه بېرون نه تلو بلکې د رنځور بدن علاج یې ارمان و، نن دا ارماني پروفیسور
Tweet media one
25
24
232
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
2 years
غازي امان الله خان د موډرن، باسواده،متوصل او د متوازن انکشاف پر بنسټ د ولاړ افغانستان د جوړېدو اراده لرله، مګر د اسلام په نوم پردیپالو یې د پرمختګ څپرکی نېمګړی ورتمام کړ. دا په شلمې پېړۍ کې د موډرن افغانستان د جوړونې لومړۍ هڅه وه چې نیمګړې پای ته ورسېده. روح یې ښاد
Tweet media one
7
14
225
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
3 years
سهار په شنه خړه راویښ شو، سر عالی قوماندانۍ کې یې د وطن د امنیت جلسه وکړه، د جګړې د سربازانو احوال یې واخیست، لا به یې چای نه و څښلی چې د کمال خان د پاتې کارونو پوښتنه یې وکړه، شاه و عروس بند یې یاد کړ، په یویشت ولایاتو کې یې د اوبو په مدیریت بحث وکړ۱/۱
Tweet media one
22
18
224
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
1 year
وطني مینه
@Fshinwari1
Fazalrabi Shinwari🇦🇫
1 year
❤️🇦🇫
7
37
540
1
7
228
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
3 years
ډاکتر صیب @FFazly راته د ارګ تاریخ او د یو موټي افغانستان په رامنځته کولو کې د ارګ رول تشریح کاوه، هغه ویل چې له امیرعبدالرحمان خان سره له کوچنیوالي د یو موټي افغانستان فکر و، کله چې امیر په قطغن کې قاضي و نو په افغانستان کې ځای ـ ځای جګړې وې۱/۱
Tweet media one
16
1
225
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
3 years
ملا فضل الرحمان لومړی کس نه دی چې په افغانستان یې د پنجابي استعمار تایید وکړ،بلکې له سقوطه وروسته د ای اېس ای د رییس راتګ د استعمار لومړی پیغام و. پنجابي دښمن خپل تور او بد مخ په سپینه ټوټه کې نغښتی، د وطن خواخوږي انسانان باید د دښمن له بدو ـ ردو وپېژندل شي.
9
24
224
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
1 year
تاسو مې واورېدئ، اوس ماته غوږ شه!!! د لرې پښتونخوا تکړه ليکوال نورالبشر نويد ته کلونه وړاندې د افغانستان د وخت حاکم ډاکتر نجيب الله يو ليک ليکلى و، نويد صيب د پېښور په يوه اخبار کې يو کالم( ماته غوږ شه) تر سرليک لاندې ليکه، اول ارواښاد ډاکتر نجيب الله ته غوږ شئ او بيا ماته!
Tweet media one
16
12
223
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
3 months
شاه غازي امان الله خان او باچا خان د افغانستان ملي مشاهیر دي او سپکاوی یې ټول ملت ته سپکاوی بلل کیږي. د ملي مشاهیرو او سمبولونو د نمانځنې او پالنې اړتیا څه ده؟ غازي امان الله خان د افغانستان لپاره څه کړي؟ د لرو او برو پښتنو د یووالي لپاره د خان غفار خان ارزښت څه دی؟ دا او دې ته
18
25
227
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
1 year
د ښوونکي ورځ دې زما درنې او پتمنې پښتنې استادې ډاکترې زرغونې زېور رښتین ته مبارک وي. د پښتنو دغې لومړۍ ښځینه پي ایچ دي ډاکترې خپل سر د پښتنو بچو په روزنه کې سپین کړ. وروستي نېږدې اته کاله یې بې مزده او بې معاشه په کابل او ننګرهار پوهنتونونو کې د ماسترۍ او دوکتورا محصلینو ته د
Tweet media one
3
8
225
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
1 year
دا و د عظیم وطن د ولسمشر وروستی حال دا و د یو زعیم د عظمت وروستۍ کیسه دا وه د یو شمېر بدرنګو لومړۍ څېره دا وه د وطن د مینې وروستۍ نتیجه او دا دی د ټول افغان وطن تلپاتې پېغور روح یې ښاد
Tweet media one
56
20
224
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
1 year
په اوسني اړ و دوړ کې د ټي ټي پي له چوپتیا معلومیږي چې دا ډله اوس کاملاً د پاکستاني پوځ لاس ته لوېدلې او موخه یې د پاکستاني پوځ د ترهګریز سیاست پیاوړي کول وو/دي.
53
17
220
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
3 years
زویه! که غواړې پخته ګۍ ته ورسېږې په ژوند کې یو ځل خامخا مینه وکړه. ابولکلام ازاد زویه! که غواړې حاکم شې او سیاست وکړې نو تاریخ یو ځل خامخا ولوله. امیرعبدالرحمان خان
6
16
219
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
2 years
(ولسمشر غني @ashrafghani د سولې مخالف دی!؟) د ۲۰۱۹، ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کال هره ورځ د رسنیو سر ټکي همدا وو، او د باعزته سولې په اصطلاح به سیاسیونو ملنډې وهلې. له ۲۰۱۸ کال د ډیسمبر له میاشتې خلیلزاد سره هېڅ د سولې کومه واضحه تګلاره نه وه، مګر یوازینی ځواک چې ورسره و هغه پېسې، رسنۍ او
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
16
20
220
@mahbobshahmahbo
Dr. Mahbob Shah Mahbob
1 year
نن د افغان امپراتور احمدشاه بابا د مړینې251م تلین دی. بابا د معاصر افغانستان بنسټګر او د خپل وخت یو نوموتی امپراتور و. په تاریخي لحاظ هغه نړۍوالو ته دا په ګوته کړه چې افغانان ځواکمن خلک دي. دا لوی ویاړ دی چې د یوه افغان امپراتور نوم د نړۍ د امپراتورانو په قطار کې حساب دی.
Tweet media one
11
22
210