Sardar Wali Profile Banner
Sardar Wali Profile
Sardar Wali

@pashtonzoy

Followers
20,736
Following
638
Media
1,493
Statuses
2,627

A History of Afghanistan | Founder of Mundigak Historical Society of Afghanistan | Follow on Facebook:

Afghanistan
Joined May 2015
Don't wanna be here? Send us removal request.
Explore trending content on Musk Viewer
Pinned Tweet
@pashtonzoy
Sardar Wali
11 months
نن د افغان امپراتورۍ د بنسټګر احمدشاه بابا د مړيني۲۵۱تلين دئ. ۲۶۹ کاله پخوا وېشلو او پاشلو افغانانو د يوه مدبر پاچا #احمدشاه_بابا په مشري داسي امپراتوري رامنځ ته کړه چي مسلمانانو ځانګړي ډول شيخ الحديث شاه ولي الله دهلوي غوندي هستیو دعاوي ورته کولې، بخارايي مسلمانانو دې امپراتورۍ
Tweet media one
16
77
564
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
نن د افغان امپراتورۍ د بنسټګر احمدشاه بابا د مړيني۲۵۰تلين دئ. هغه۲۵۰کاله مخکي په همدې ورځ کندهار کي د پزي د سرطان له امله وفات سو. درېغه چي اوسني دولت ئې ياد ونه کړ! Today marks the 250th anniversary of the death of #Ahmad_Shah_Abdali , the founder of the Afghan Empire.
Tweet media one
66
130
1K
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
This was the Peaceful Afghanistan, bright, colorful and beautiful before 1979.
Tweet media one
26
93
949
@pashtonzoy
Sardar Wali
3 years
بد خبر: د گرشک د ځايي خلکو په وینا؛ چارواکي د ګريشک پخوانی بالاحصار نړوي او پر ځای ئې مدرسه جوړوي، دغه تاریخي کلا(زوړ محبس) سردار صدیق خان جوړه کړې او ۱۷۰کاله تاریخ لري، تاریخي کلاګاني د هیواد تاریخي هویت دئ، ساتنه یې زموږ ټولو مسؤلیت او دې کلا د نړولو پر ځای د رغولو لار څارل!
129
225
806
@pashtonzoy
Sardar Wali
3 years
تاريخي سند: د وروری هغه ليک چي #احمدشاه_بابا د ترکيې عثمانيه امپراطور سلطان عباس ته د خپل سيال [افغان امپراطور] په توګه لېږلي او په متن، مهر/لاسليک څخه يي وروسته د شاه افغان ذکر کړي دي. ۱۷۵۴ع د افغان لفظ له نن څخه ۲۵۰۰ کاله مخکي د ساسانيانو دوهم پاچا لمړي شاپور په ليک کي هم سته.
Tweet media one
23
122
686
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
د شاه امان الله مېرمن ثریا کيسه کا: "کله چي موږ له افغانستانه بل وطنه سو؛ خاوند مي د وطن خاوره یوه وړه بوجۍ کي له ځان سره واخيسته، کډوالي کي کله به چي امان الله خان بيدېده، نو دا خاوره به یې سر ته اېښووه او ویده به سو، ويل به يې؛ 👇
Tweet media one
76
64
707
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
افغانستان کي د #قران_کريم تر ټولو زړه نسخه: د حضرت علي رض په لاسي ليکل سوی قران د حضرت عثمان رض خلافت کي افغانستان ته راوړل سو او بيا ۲۰۰ کاله وړاندي د تبرک د پاره د کابل په ځينو مساجدو کي پروت وو، بلآخره #امير_شېرعلي_خان دغه قران کريم #ملي_آرشيف ته يوړ او اوس هالته ساتل کېږي.
Tweet media one
8
59
633
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
نن د پارس صفوي دولت پرضد د #ميرويس_نيکه د پاڅون۳۱۳کليزه ده، نيکه ۱۷۰۹ع کي همدې ورځ د خپلواکۍ ډبره کښېښوول. افغانان هغه ته د يو ستر ملي او سیاسي ملي مبارز او مدبر مشر په سترګه ګوري. Today marks the 113th anniversary of Mirwais khan uprising against the Safavi state of Persia.
Tweet media one
22
77
579
@pashtonzoy
Sardar Wali
1 year
ارواښاد محمد داود خان کابل پوهنتون د نوي ودانۍ د بنسټ ایښولو پر مهال ۱۹۵۹ع د افغانستان په هر ګوټ کي چي د پرمختګ خښته ایښوول سوې، هغه کي د داودخان د لاس نخښه سته. Prime Minister Mohammad Daud Khan at the time of laying the foundation of the new building of Kabul University in 1959
Tweet media one
18
55
587
@pashtonzoy
Sardar Wali
3 years
۱۸۰۰کاله وړاندي د پښتنو جامه: نيمه پېړۍ وړاندي بغلان کي دغه ډبرين اثار له يوه غره څخه پيدا سوه چي د کنشکاه دورې پوره اړه لري او کابل ميوزيم کي ده، د پرتوګ دغه ګُيي اوس هم پښتنو کي رواج لري. 1800 years ago Pashtun dress 2nd century AD fire temple by the Kushan emperor
Tweet media one
17
84
567
@pashtonzoy
Sardar Wali
1 year
#دافغان_تاريخ_غله: څو وخت کيږي چي د افغانستان د دولتي او نظامي وسايلو د لوټ پر يوه مقاله کار کوم، يو ځاي مي ولوستل چي جنګسالار رشيد دوستم چي کله د ډاکټر نجيب له سقوط وروسته خپلي اړوند ملکي او فوځي الوتکي له کابل او شمالي ولايتونو څخه ټولي کړې، نو په مزارشريف هوايي ډ‌ګر کي ئې...
Tweet media one
47
79
547
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
پل خشتي مسجد، کابل افغانستان: ۱۳۰۰کاله وړاندي چي افغانستان ته اسلام داخل سو، يوه تابعي حسن بصري د کابل سيند پر غاړه لومړنی مسجد جوړ کړ، احمدشاه بابا وروسته تېمورشاه دغه مسجد په ګچو او خښتو له سره معياري ورغاوه، دوهم ځل امير عبدالرحمن خان او دريم ځل محمدظاهرشاه په عصري بنه ورغاوه.
Tweet media one
12
60
519
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
پخواني پاچا محمد ظاهرشاه به ويل چي: "نيم محصلين مي روس ته د عصري زده کړو د پاره او نيم مي مصر ته د ديني زده کړو لپاره ولېږل، نيم کمونيستان او نيم اخوانيان راغلل او د وطن په خلاف ئې هم وسله پورته کړه او هم ئې نور دعوت کړه." عکس: محمد ظاهر شاه کندهار ته د سفر پر مهال، ۱۹۵۴ع
Tweet media one
30
55
522
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
د تاريخ غل: کابل موزیم ۱۹۹۱کال پوري سل زره تاریخي اثار لرل چي پکښي يو ګران بیه او مردک ضد ګاډی [Austin-A135] وه چي جوزف سټالین [د شوروی د وخت مشر] محمد ظاهرشاه ته ډالۍ کړه، ياد موټر کابل ته د توپکيانو په ننوتلو ورک او قومندان عبدل تارک غنیمت په بڼه پنجشیر ته بوت چي د [۲۰۰۹ ] کال
Tweet media one
22
94
488
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
په افغانستان کي طبیعي ګاز: ۱۹۶۹ع کال کي د افغانستان دولت په لومړي ځل د شبرغان په دريو برخو کي د طبعي ګازو سپړني پېل کړې او مالومه سوه چي يوازي شبرغان۳۰۰ میلیونه بېلره طبعي ګاز لري، د ناسا ادارې د وروستي رپورټ پر بنسټ افغانستان سل ځايه تيل لري چي مایع ډول ۵۶۲ بیلیون متر مکعب کېږي.
Tweet media one
13
55
501
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
هغه عکسونه چي په لومړي ځل يې افغانان ويني... په ۱۹۷۰ لسيزه کي افغانستان ته يوه سویسي جوړه راغلې وه چي دواړه د غاښو ‌‌‌‌‌‌ډاکټران وه، اوس ئې زوی دا عکسونه شریک کړی او افغانان يې د نړۍ تر ټولو مينه ناک، مېلمه پال او له ښه چلنده برخمن خلګ ياد کړي دي. Afghanistan in 1970
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
12
55
503
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
امير عبدالرحمن خان خپل زوی ته په وصيت کي: "دېوالونه موږکان لري او هر موږک غوږونه لري، هيڅکله د دولت خبري دباندي مه کوه. جاسوس او کوټوال هيڅکله خپل مه بوله، هغوی ډېر ژر خرڅېدلای سي. ملايانو او خانانو ځان ته ډېر مه نږدې کوه او د پرېکړو اختيار ووه ورکوه..." د امير وصيت نامه، ۱۸۹۹ع
Tweet media one
40
53
508
@pashtonzoy
Sardar Wali
1 year
د دوهمي لور پلار سوم ❤️🤗😘 ګراني لور! د ښځو اړوند دې بې انډوله او تاريکي نړۍ ته ئې زموږ کورنۍ ښه راغلاست وایي، ما او پښتنې ته دي نېکمرغه وي. د يوې روښانه راتلونکي په هيله یې... Welcome a new daughter to our family Love dear daughter ❤️🤗😘
Tweet media one
77
3
506
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
د کونړ په شيګل ولسوالي کي د افغانستان د پخواني جمهور ریس محمد داود خان لاس ايښوول سوې ونه چي په دې ورستيو کي د کوڼړ د وطندوستو ځوانانو په لاس ورغول سوه. تمه ده د نورو ولاياتو ځوانان د کوڼړي ځوانانو په شکل د خپل ولايت تاريخي ارزښتونه په خپله خوندي کړي.
Tweet media one
7
37
481
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
د هندوستان تر فتحي وروسته د احمدشاه بابا شعر: چي بر کړی مي خدای لاس پر رقیبانو چي له یاره سره خوښ هم کناره ځم چي د هند د ملکو فتحه مي روزي سوه ترو به زه د هند په لور په تماشه ځم پر دا کړي داد دي خدای نسي پښېمانه نو ایران لره په توغ په نغاره ځم
Tweet media one
11
65
477
@pashtonzoy
Sardar Wali
3 years
نړيوال تاريخ: پر ښځو د تاریخ تر ټولو ستر جنسي تیری: كله چي په ۲ نړیوال جنګ کي جرمني ماته وخوړه، نو د جرمني ضد هیوادونو عسکرو د ۲ ملیونو څخه زیاتي جرمنۍ ښځي بې پته یا جنسی تیری پر وکړ چي امله يې تر ننه جرمني کي ۵ لکو جرمنیانو نسب، پلرونه نا معلوم یا بې نسبه او ۳لکه ښځي معيوبي دي.
Tweet media one
17
96
447
@pashtonzoy
Sardar Wali
3 years
د لومړنۍ افغاني نجلۍ عکس: دغه نجلۍ له نن څخه ۱۵۰ کاله پخوا د افغان-انگرېز دوهمي جګړې پر مهال د انګرېز پوځیانو د ايرلنډي انځورګر [جانبورک] له لوري اخیستل سوي دي. Photo of the first Afghan girl: A young Pathan or Pashtun woman, circa 1865. (Photo by Hulton Archive)
Tweet media one
22
87
463
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
امیر شیرعلي خان د افغانانو په نبض پوه پاچا وو، روایت دی چي یوه ورځ کابل کي د هند مسلمان استازي عطامحمد د لارډ لېټن دا خبره وکړه چي افغانستان د غنمو دانه ده چي د ژرندي د دوو ډبرو تر منځ پرته ده۔امیر ځواب ورکړ چي ”لېټن اشتباه کوي، افغانستان د ترازو شاهین دی چي د پلو توازن برابروي“
Tweet media one
13
36
465
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
د جبار قاتل د غرغړه کېدو ورځ، کابل، دهمزنګ، ۱۹۷۳ع جبار کابل کي مشهور غل وو او ۶۳کسه ئې وژلي وه، هغه له دولت سره هم څو ځله وجنګېد او اخر وينول سو خو باچا محمدظاهرشاه ئې د وژلو خلاف وو، بالاخره د ظاهرشاه ايټاليا ته له رسېدو وروسته دولت د هغه د اعدام حکم وکړ او کابل مېشتو جشن ونيو.
Tweet media one
23
34
442
@pashtonzoy
Sardar Wali
3 years
فرهنګپال #احمدشاه_بابا (رح): بابا موږ او د نړۍ خلک د امپراتور په توګه پېژني خو ډېر خلک په دې نه پوهېږي چي د هغه شعر، دیني علوم، خط او کتابت هم زده وه، د بابا د شعرونو يو دېوان سته چي اصلي نسخه ئې د ازبکستان په تاشکند علومو اکاډمۍ په کتابتون کي پرته ده، د بابا روح دي ښاد وي.
Tweet media one
19
56
444
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
د ميوند جګړه کي د افغان جنګياليو وسايل: ۱۴۲ کاله د مخه د کندهار د ميوند دښته کي له انګرېز سره افغانانو مشهوره جګړه وکړه او د انګرېزانو ملا یې غوټه ورماته او د انګرېز په تېښته پای ته ورسېده. دلته د افغان جنګيالو جنګي وسايل وينو. Weapons of Afghan fighters in the battle of Maiwand
Tweet media one
8
54
433
@pashtonzoy
Sardar Wali
3 years
يوه نيمه پېړۍ وړاندي امير شېرعلي خان کابل کي د شېر پور په نامه د يوه پرمختللي ښار بنسټ کښېښود. ۲۰۰۱ کال کي د جنرال فهيم لخوا دغه ښار خپلو ملګرو ته تقسيم او په سترو ماڼيو اباد سو، اوس چي لنډغرانه واک پای ته ورسېد له چارواکو هيله ده چي بايد د افغانان ددې ستري شتمنۍ د لوټ حساب وکړي!
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
19
80
434
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
#تورپېکۍ: تورپېکۍ توريالۍ #پښتنه او #اڅکزی پېغله وه چي ددې د واده په کال د افغان-انګرېز دريمه جګړه پېښه سوه، کله چي د هغې مېړه [#ريدي_خان] جنګ ته ځي، تورپېکۍ ناره کوي چي: پر سپين ميدان به درسره يم زه پښتنه له توري نه تښتم مينه دواړه دې جنګ کي شهيدان او اوس د بولدک کلا کي ښخ دي.
Tweet media one
10
71
409
@pashtonzoy
Sardar Wali
3 years
۱۱۴کاله وړاندي د افغان مېرمنو جامې، ۱۹۰۷ع 114 years ago, Afghan women's clothing, 1907 دغه جامې کندهار کي د چرمو په کاليو يادېږي او په زرين ګلابتون به ګنډل سوي او افغانو ښځو پخپله جوړولې، دغه کميس اوس کابل ميوزيم کي ساتل کېږي چي د افغانستان د ۱۹پېړۍ د جامو استازولي کوي.
Tweet media one
3
52
419
@pashtonzoy
Sardar Wali
7 months
زما دوستي: زه د افغانستان د تاريخ راټولولو بې له مبالغې نهايت ذوق لرم او ځان بيخي راحت احساسوم دې برخه کي ستاسي زما سره دوستي او احسان به دا وي چي د انټرنيت نړۍ کي د اړوند تاريخي موضوعاتو په ځای کي مي مېنش، لينک او يا خبر کړئ.دا به زما د پاره د تاریخ د ثبتولو یوه نوې طریقه وي.
Tweet media one
9
24
417
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
نن د #سید_جمال_الدین_افغان د مړیني ۱۲۵ کلیزه ده. سید اصلاً د کونړ دئ چي خپل ۵۸کاله ژوند يې د علم او پوهي په خدمت کي تیر او په اسلامي نړۍ کي ئې فکر ډېري اغېزي وکړې. هغه ۱۸۹۷ع کال د مارچ په ۹ ترکیه کي وفات او هلته ښخ سو، خو اويا کاله وړاندي د محمد ظاهر شاه په امر له ترکيې
Tweet media one
11
48
401
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
کله چي #احمدشاه_بابا هند کي وو، يو هندي انځوګر د بابا دا انځور جوړ کړ چي شاته ئې د قطب منار ښکاري. بابا هند کي شاوخوا ۴۰،۰۰۰ملګري لرل او د هغه احترام ئې کاوه. When #Ahmad_Shah_Baba was in India, an Indian artist painted a picture of Shah Baba with the Qutb Minar behind him,1758
Tweet media one
11
44
403
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
محمداحسان خان؛ لومړنی افغان پیلوټ، ۱۹۲۳ع د شاه امان الله خان واکمنۍ کي لومړی افغان چي په ایټالیا کي وروزل سو. هغه د پيلوټۍ تر څنګ د افغانستان د هوايي قواوو لومړی قومندان هم وو. په سقاوي اړ و دوړ کي هغه له افغانستان ووت او هيواد ئې د تل د پاره پرېښود. The first Afghan pilot, 1923
Tweet media one
10
59
399
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
واخان: د افغانستان په ورستۍ شمالي سرحدي کرښه کي دوه افغان سپاره سرحدي سرتيري، ۱۹۵۰ع واخان د افغانانو هغه طلايي جغرافيه ده چي د دريو سترو غرونو سلسلې سره مښلوي لکه هندوکش، قراقروم او پامیر، د پامير لوړه څوکه د نړۍ بام يادېږي. Men riding on Yaks Pamir Mountains, Afghanistan, 1950's
Tweet media one
5
29
396
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
محمد داود خان ته د محمد ظاهر شاه استعفا لیک: ۱۹۷۳ع "زما ورور، جلالتماب اولسمشر م داودخان: د کودتا له ورځي ورسته د خپل وطن، خلګو او راتلونکي اندیښمن وم، خو كله چي پوه سوم، د افغانستان خلكو جمهوري رژيم ته په غوڅ اکثريت ښه راغلاست ووايه، د خپل وطن د خلكو ارادې ته درناوى كوم او له
Tweet media one
20
55
397
@pashtonzoy
Sardar Wali
1 year
افغان فيلسوف سيد جمال الدين افغان: "د ديني عالمانو سخت دريځي او دولتي فساد [نا اهله ته کار سپارل] د مسلمانانو د وروسته پاته کېدو تر ټولو لوى لامل دى...". سرچينه: د وخت واکمنو او روڼ آنديو ته ليکونه څخه، مصر چاپ، ۱۸۹۱ع نور دلته:
Tweet media one
7
57
395
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
د امیر عبدالرحمن مقبره، کابل افغا��ستان: وای امیر عبدالرحمن د ودانیو جوړولو کي ځانګړی مهارت لاره، هغه د کابل ښار منځ کي د نامتو کندهاري معمار عین الله خان قندهاري په لاس دوه منزله له خښتو او ګچو جوړه وداني جوړه او وصیت سره سم همدلته ښخ سو. دغه وداني د نړۍ له سلو وتلو څخه یوه ده.
Tweet media one
16
21
390
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
بې ساعته روژه: پخوا چي افغانستان کي ساعت نه وو، د روژه مات او پېشلمي پر وخت پر غونډيو پرتو توپونو ډز کاوه او خلګ به پوهېدل چي روژه مات/پېشلمی دئ. دا تاريخي توپ په لومړي ځل د امير حبيب الله خان په وخت کي د ګذرګاه غونډۍ ته وخېږول سو او پر۱۲بجو به ئې ډز کاوه چي خلګ په غرمه خبر سي.
Tweet media one
8
30
378
@pashtonzoy
Sardar Wali
6 months
تاريخ: ببرک خان ځدراڼ، هغه لوی انسان چي په ۱۹۱۹ع کال کي يې له انګرېزانو سره په دريمه جګړه کي د ۴ زره خوستيانو مشري پر غاړه لرله. ببرک خان ځدراڼ د هيواد د خپلواکۍ اتل غازي امان الله خان ته يو له نږدې او وفاداره کسانو شمېرل کېده.
Tweet media one
14
39
390
@pashtonzoy
Sardar Wali
1 year
آیا افغانستان یو ورک هېواد دی؟ ”نه نه نه، افغانستان یو لوی تاریخ او ژورې ریښې لري!!!“.
25
46
386
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
نن د ارواښآد محمد ظاهرشاه د پيدا کېدو ورځ ده چي له ننه ۱۰۸کاله وړاندي په کابل کي وږېد، هغه فرانسه کي له زده کړو وروسته د پلار له وژل کېدو سره سم د افغانستان پاچا وټاکل سو، هغه ۴۰ کاله پر افغانستان پاچاهي وکړه چي د پښتنو۵۰۰۰ کلن تاریخ کي د یوه واکمن اوږده دوره ګڼل کيږي.
13
53
383
@pashtonzoy
Sardar Wali
3 years
پښتون مبارز شېرعلي اپريدی د بند پر مهال: هغه په ۱۸۸۲د کالا پاني/تورو اوبو کي د انګرېزانو د هند والي جنرل لارډ ميو د چړى په ګذار وواژه، انګرېزانو هغه ژر د خلکو په وړاندى اعدام کړ تر څو بل شېرعلي پيدا نسي! زموږ ډېر اتلان د تاريخ کتابونو هير کړي خو انګريز يې هيڅکله نسي هېرولاى.
Tweet media one
7
62
363
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
افغانستان کي د ستر افغان ساینسپوه #ابوریحان_البیروني د قبر غمجن حالت😔 البیروني له معاصر ستورپوه ګیلیلو۶۰۰ کاله مخکي خپل کتاب #کتاب_التفهیم کي ليکلي چي: "مځمکه د لمر شاوخوا ګرځي". افغان عالم البيروني۱۰۴۸ع غزني کي ومړ او هلته ښخ سو. Tomb of Abu Rayhan al-Biruni، Ghazni Afghanistan
Tweet media one
16
65
371
@pashtonzoy
Sardar Wali
10 months
غور، منار جام؛ ۱۹۷۰ع منار جام د خښتو څخه جوړ سوی د نړۍ دوهم څلی دئ چي د غور په ښهرک ولسوالي کي د اټکل اتو سوو کلنو څخه په برم سره ولاړ دئ، چي د ۱۱۶۳ع کال څخه تر ۱۲۰۲ع پوري د #غوري_پاچا [#سلطان_غياث_الدين_غوري] له خوا ودان سو.
Tweet media one
3
34
379
@pashtonzoy
Sardar Wali
3 months
د داؤد خان د جمهوریت پر مهال، د کابل د حربي پوهنتون د مخابرې له پوهنځۍ څخه د افغان افسرانو د فراغت مراسم ١٩٧٠'مه لسیزه
Tweet media one
5
23
383
@pashtonzoy
Sardar Wali
3 years
ملالۍ څوک وه؟ پوره ۱۴۱ کاله د مخه په نننۍ ورځ سهار د کندهار لوېدځ #ميوند کي افغان ښځو له انګرېزانو سره جګړه وکړه. د نړۍ دې جګړه کي د افغان لښکر له قومندان سره خپله پېغله لور هم وه چي [#ملالۍ]نومېده. ملاله د ميوند د خوګياڼو کارېز وه چي په ونه دنګه پېغله وه. #MaiwandDay
Tweet media one
10
65
357
@pashtonzoy
Sardar Wali
3 years
لیلیان سټار سل کاله وړاندي په پېښور روغتون کي نرسه وه او دې عکس ته ليکي: "په۱۹۲۰کي افغاني مور په وينو رنګ زوی د اوښ په سفر له کابله پېښور ته د ژوند ژغورلو په هیله پېښور ته راورساوه او مور ئې ورسره ۱۹۰ميله پلی/يوه اونۍ تګ کړی وو. ځوان قومي شخړه کي پر اوږه په مرمۍ لګېدلی وو.
Tweet media one
15
49
359
@pashtonzoy
Sardar Wali
1 year
نن د پښتون شاعر #خوشال_خټک د وفات ۳۳۴م تلين دئ. پښتو ژبي ستر شاعر، ليکوال او اتل خوشال په داسي حال کي وږېږېد چي مغلو د هند پر نیمه وچه بشپړ حاکمیت درلود، خوشال د شهباز خان زوی د یحی خان لمسی او ملک اکوړه کودی وو. د هغه کلیات نږدې ۴۰ زره بیتونه لري او د ۱۷ اثرونو ليکوال دئ.
Tweet media one
18
45
372
@pashtonzoy
Sardar Wali
11 months
احمدشاه بابا چيري او څنګه ومړ؟ د اوسني افغانستان د بنسټګر [#احمدشاه_بابا] د مړيني ۲۵۱ تلين په مناسبت... تير کال زه د کندهار شمال ختيځ او بولدک ختيځ ته د احمدشاه بابا د مړينه ځای چي دوی ئې پتارۍ بولي، ولاړم. دغه پراخه ناوه د مرغې په نامه يادېږي چي د توبې د غره په لمن کي پراخه شنه
Tweet media one
16
36
357
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
له ډيورنډ کرښي تر مخه د افغانستان نقشه: دغه نقشه د ۱۸۹۱ع کال وخت ښيي چي هندوستان د افغانستان ګاونډی وو. سرچينه: افغانستان ملي آرشیف Historical Map! Afghanistan's map possibly from 1891 when India was neighbor of Afghanistan. Picture by نقشه افغانستان قبل از خط دیورند
Tweet media one
7
64
368
@pashtonzoy
Sardar Wali
3 years
کندهار، افغانستان: هغه مسجد چي #احمدشاه بابا لمونځونه پکښي کړي او د [ګړۍ مسجد] په نوم يادیږي، د کندهار په ختيځ دامان کي موقعيت لري. روايتونه سته چي لومړی ځل کله بابا خرقه شريفه کندهار ته راوړله، نو د ۳ورځو له پاره په دغه مسجد کي پرته وه او بابا هم په دغه مسجد کي ۳شپې کړي دي.
Tweet media one
6
55
366
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه په دوره کي د خپلواکۍ پرتمين جشن... ۱۹۶۰ع دلته د افغان فوځ C_75 توغندويو برخه وينو چي د C_75 ډوله دفع هوا توغندۍ چي د افغانستان د اردو د دفع هوا د لِېوا په تشکيل کي درې اتشي کنډکونه وه چي په سفيد سنګ[لوګر]، شکردره [کابل] او شينډنډ کي ځای پر ځای سوي وې.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
7
49
371
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
د افغانستان لومړی بانګ نوټ: ۱۹۲۵، مارچ ۱۸، ماسپښين ۲بجې؛ د حكومت استازو او سوداګرو ته ګلخانه ماڼۍ کي شاه امان الله وويل: "موږ او تاسي به نور د هندي روپيو/کلاه دارو سيکو پر ځای خپلي سيکې ولرو، وروسته له دې خپلو سيکو ته د سپينو او طلاو په سيکو نه وايو بلکي افغانۍ به ئې يادوئ!"
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
6
42
362
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
افغان تاريخ کي خونړۍ ورځ: ۴۴کاله پخوا همدا ورځ سهار۹:۱۴افغان اولسمشر محمد داود واکمني پوځي کودتا له لاري ختمه او پر ځای ئې نور محمد ترکی کښېناست. داود درې زامنو، دوو لوڼو شينکۍزرلښته، ورور[نعيم خان]، خور په گډون د کورنۍ۱۷کسانو، دولتي سرتيري، افسرانو په ګډون۲۰۰۰کسان له منځه يوړل👇
Tweet media one
23
51
368
@pashtonzoy
Sardar Wali
3 years
#جام_څلی: د منار جام لومړی شکل او په غور کي ښهرک ښار، ۱۱۶۳ع ياد د خښتو څخه جوړ سوی د نړۍ دوهم څلی دئ چي د غور په ښهرک ولسوالي کي د اټکل اتو سوو کلنو څخه په برم سره ولاړ دئ، چي د ۱۱۶۳ع کال څخه تر ۱۲۰۲ع پوري د #غوري_پاچا [#سلطان_غياث_الدين_غوري] له خوا ودان سو. اوس او پخوا...
Tweet media one
Tweet media two
8
35
358
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
ابن خلدون په مقدمه کي ليکي: "هغه دولت به هيڅکله مظبوط نسي چي ملت ئې تر دولت هوښيار وي". Ibn Khaldun writes: "A state whose nation is smarter than the state will never be strong."
Tweet media one
11
63
365
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
د خپلواکۍ اخيستلو مبارزه کي د ۴۰۰۰ خوستوالو او وزیرو لښکر مشر ببرک خان ځدراڼ چي به تل یبلي پښې ګرځيد، يوه ورځ امير امان الله له هغه وپوښتل؛ ته يو پېژندل سوی مشر يي، ولي لوڅي پښې ګرځې؟ ده ورته وويل: چي زه د قام مشر یم چي خلک مي پښې لوڅي ګرځي، زه ځان ته حق نه ورکوم چي څپلۍ ولرم!
Tweet media one
11
45
355
@pashtonzoy
Sardar Wali
3 years
پښتنه وعده: دا بند دوکان د يو هندو دی چي د هند د تقسيم پر مهال ۱۹۴۷يې له مجبوریته خپله سيمه پرېښودل، دوکان يې يوه پښتون ته وسپاره او هند ته ولاړ. د پښتونخوا لورلايي سيمه کي دوکان تر اوسه په هغه قلف تړلی چي هندو د تګ پر مهال ور اچولی او کيلي يې له ځانه سره وړې چي بيرته به راځي.
Tweet media one
9
43
357
@pashtonzoy
Sardar Wali
3 years
د افغانستان لومړنی مسجد: ۲۰۰۰کاله وړاندي بلخ کي يو لوی معبد وو، وروسته بيا پسي زردتښيانو ونړاوه او پکښي اورتون جوړ سو، کله چي په ۶۴۲ع کال د #حضرت_عثمان رض په امر د عربي پوځ قوماندان احنف بن قیس بلخ ونيو؛ د نوبهار معبد يې وران او پکښي دغه مسجد جوړ سو چي اوس ئې ډېره برخه ورانېږي.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
9
57
352
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
اعليحضرت محمد ظاهر شاه، سردار محمد داود خان او خان عبدالغفار خان د کابل په نړيوال نندارتون کي، ۱۹۵۰ع د عدم تشدد په موخه د خدایي خدمتگار ټولني بنسټګر او مبارز، د انگرېزي استعما په مقابل کي د وخت نوموتي سياستوال چي د انگرېزي اشغال په وړاندي يې مبارزې کړي دي.
Tweet media one
12
44
363
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
نومورکي اتلان: روانه مياشت د افغانانو د پاره مهمي تاريخي ورځي دي چي نيکونو ئې۱۰۳ کاله مخکي د سرونو په قربانۍ افغان ملت د نړۍ په سيالانو کي د خپلواک هيواد په حيث ودراوه. کوښښ کوم چي دې مياشت ليکنو کي برعکس د پاچهانو او نظاميانو پر ځای د عامو افغانانو کړه وړه وپلټم. #19thAugust
Tweet media one
11
30
355
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
شېرخان خروټی، نامتو افغان معمار کله چي سقاوي شډلتيا د افغانانو لخو ماته وخوړله، ارواښاد نادرخان ۱۹۳۳ع کال کي شېر خان د کندوز والي وټاکه، هغه په لنډ وخت کي کڼ ستر ملي کارونه وکړل لکه: شېر خان بندر سپن غر غوړیو شرکت سپین زر هوتل شېرخان ليسه کنذز ښار جوړول او نور...
Tweet media one
21
56
355
@pashtonzoy
Sardar Wali
3 years
نړۍ ته د افغانستان د کلتور او جامو ښوولو دولتي هڅه، د اريانا افغان الوتکي مېلمه پالي. ۱۹۷۹ع This was the Peaceful Afghanistan, bright, colorful and beautiful before 1979. Ariana Afghan Airlines staff host كانت هذه أفغانستان المسالمة، المشرقة والملونة والجميلة قبل عام ۱۹۷۹ع
Tweet media one
21
51
358
@pashtonzoy
Sardar Wali
3 years
بې خاونده وطن: د افغانستان جنوب هلمند کي دغه کلا يو وخت ددې سيمي د تاج او راج مرکز وو، تاريخونه وايي دغه ښار [۳۰۰۰] کاله وړاندي د ورېښمو د لاري يو ستر کاروان سرای وو، چي لا هم ددې کلا ځيني برخي د منځه تلو له ګواښ سره-سره ولاړي دي. Afghanistan, Helmand, Silk Road Caravanserai/stop
Tweet media one
3
49
352
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
د افغانستان (اين – ۱۲) الوتکه، راولپنډۍ فوځي میوزیم: په ١٩٩٠ع کال د ډاکټر نجیب الله د دفاع وزیر #شهنواز_تڼي له یوې ناکامي کودتا وروسته د جګړن ګلاب الدين پیلوټ او ورسره لسو افسرانو په ملګرتیا پېښور کي دغه الوتکه کښېنسته او د حکمتیار لخوا ورته ښه راغلاست وویل سو.
Tweet media one
15
62
349
@pashtonzoy
Sardar Wali
3 years
د احمدشاه بابا پر مهال د افغانستان نقشه، ۱۷۵۱ع Map of Afghanistan during the reign of #Ahmad_ShahBaba , 1751 خريطة أفغانستان في عهد #أحمد_شاه_بابا، ۱۷۵۱ نقشه افغانستان در زمان حکومت #احمد_شاه_بابا،۱۷۵۱ع #अहमद_शाहबाबा के शासनकाल के दौरान अफगानिस्तान का नक्शा, १७५१
Tweet media one
19
58
339
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
افغانستان کي د ښځو لومړنی روغتون، ۱۹۲۴ع دغه روغتون د شاه امان الله د خور سایره سلطان په هڅو جوړ او له هغې سره دوې المانۍ او ایټالوۍ او یوه ایټالوۍ نسایي ډاکټره ملګرې وه، روغتون تر اوسه د کابل جاده میوند کي فعال دئ. The first women's hospital in Afghanistan, 1924
Tweet media one
9
49
346
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
ستاسي په فکر به دا څوک وي؟ دغه عکس په ۲۰۱۳ع کال د سويډن دولت افغان دولت ته ورکړ او په عکس کي يو افغان ښکاري، خو جالبه دا ده چي د سويډن آرشيف دغه کس ته د افغانستان د وخت يو واکمن .... ليکلی دئ؟ Who do you think this photo will be?
Tweet media one
86
15
335
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
د پښتنو لومړۍ رسمي #جرګه: ۱۷۴۷، شير سرخ، کندهار افغانستان دې جرګې د افغانستان او پښتنو د هغه وخت یووالی ټینګ، احمدشاه بابا ئې د واکمن او د هيواد په اقتصادي، سیاسي، کلتوري، او پوځي برخو کي يې پرمختللي پرېکړي وکړې. The first official #Jirga of Pashtuns ؛1747 Kandahar, Afghanistan
Tweet media one
13
52
330
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
کندهار، د ميرويس نيکه کور: ۳۰۰کاله وړاندي د ميرويس نيکه پلار د کندهار د کوکران کلي کي يوه خټينه څلور برجه کلا جوړه کړه چي فيل خانه، درې ګومتيز جومات او يوه حجره يې لرله چي اولسي ستونزي پکښي هوارولې چي د ښه مرغه اوس هم ودان دي چي دننه ئې په کندهاري سبک په ګچو پلستر سوی دي. ۳/۱
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
4
42
329
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
نن [۲۲می] د پښتون پاچا شېرشاه سوري د مړيني ۴۷٧ تلين دئ. شېرشاه له نن څخه څلور پېړۍ وړاندي په هند کي يو ځواکمن افغان واکمن وو چي د هند پر لويه وچه يې خپله واکمني چلوله. Today [22 May] is the 477th anniversary of the death of the Pashtun king Sher Shah Soori.
Tweet media one
9
45
336
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
چکريو منار، کابل: Minar-i Chakri of Kabul ۲۰۰۰کاله وړاندي په لرغوني افغانستان کي د کوشاني امپراتورۍ پر مهال کابل، پېښور کندهار او بلخ هغه مرکزونه وه چي د ورېښمو د لاري کاروانونه په پوره امن سره تېرېدل. تاريخ ليکي چي ددې لاري امنيت ته ډېر پام کېده چي له همدې امله د کابل خاکجبار
Tweet media one
11
30
329
@pashtonzoy
Sardar Wali
3 years
روايت دئ چي سل کاله وړاندي د لوی پکتيا مشر ببرک ځدران یبلي پښې ګرځيد، يو ورځ د شاه امان الله دربار ته ورغی، هغه ځني وپوښتل چي: "ته د لويي پکتیا پېژندل سوی مشر ئي، ولي لوڅي پښې ګرځې؟ ده ورته وويل: چي زه د قام مشر یم او چي خلک مي پښې لوڅي ګرځي، زه ځان ته حق نه ورکوم چي څپلۍ ولرم!"
Tweet media one
5
43
320
@pashtonzoy
Sardar Wali
1 year
کابل افغانستان؛ ۲۰۰۲ع له ۳۰ کلني جلاوطنۍ وروسته افغان پاچا محمدظاهرشاه کابل هوايي ډګر کي د افغانستان د ملي بيرغ د مچېدو او احترام پر مهال ... Kabul Afghanistan; 2001 After 30 years of exile, Afghan King M Zaher shah at the respect of the national flag of Afghanistan
Tweet media one
11
25
334
@pashtonzoy
Sardar Wali
3 years
نن [۲۲می] د پښتون پاچا شېرشاه سوري د مړيني ۴۷۶ تلين دئ. شېرشاه له نن څخه څلور پېړۍ وړاندي په هند کي يو ځواکمن افغان واکمن وو چي د هند پر لويه وچه يې خپله واکمني چلوله. انځور: شېر شاه سوري انځورګر: عبدالغفور برېښنا
Tweet media one
8
43
323
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 months
وردګ، جغتو؛ د انګريزي يرغل پر ضد د جنرال محمد جان خان وردګ کلا: ياده کلا د جغتو د سعادت باباخيلو کلي سره اوس هم ولاړه چي جنرال صاحب همدلته شهید سو.
Tweet media one
7
32
340
@pashtonzoy
Sardar Wali
3 years
#Amir_Sher_Ali_Khan was the first Amir, who has tried to industrialize Afghanistan.The photos are from 1879 #امير_شېرعلي_خان؛ د افغانستان لومړی صنعتي باچا وو چي د چاپ، باروتو، کاليو او عسکري درشيو او نورو کارونه لپاره ئې کارخانې جوړي کړې. ۱۸۸۰ع
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
4
50
325
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
د #احمدشاه_بابا د استخباراتو دفتر، کندهار افغانستان، ۱۹۰۰ع دغه لويه او پوښلې وداني چي اوس چهارسو نومېږي، د احمدشاه بابا په وخت کي د استخباراتو دفتر وو چي د هند او ايران په ګډون هيوادونو له دې ځايه ګنټرولېده. #Ahmad_Shah_Baba 's Intelligence Office, Kandahar Afghanistan, 1900
Tweet media one
6
49
326
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
۹۲کاله مخکي امير امان الله خان کندهار ته په درې مياشتني سفر ولاړ، خپل کتاب کي ليکي: «د کندهار د ښوونځیو هلکان ډیر ځیرک او حساس وو، دومره ترې خوښ سوم چي حتی ویلای سو چي که ښه وروزل سي د کابل له ماشومانو مخکي کیږي، هغوی ته مي هم انعام ورکړ» تفتيش قندهار يا حاکميت قانون در افغانستان
Tweet media one
7
26
332
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
نن د نړۍ په معاصر تاريخ کي د افغانانو د اتلولۍ، خپلواکۍ او تاريخ ګټلو عاليشانه ورځ ده، چي پوره ۱۴۲ کاله د مخه په نننۍ ورځ ئې له انګرېزي اشغالګرو خپلواکي واخيستل او هغوی ئې له خپل هيواد څخه وشړل. د افغان تاريخ دا نېکمرغه ورځ دي تلپاته وي. 🇦🇫 #MaiwandDay #ملالۍ #ميوند #ايوب_خان
Tweet media one
6
51
331
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
د خپلواکۍ لومړی جشن، کابل افغانستان، ١٩٢٠ع لومړی جشن چي دولت د خپلواکۍ د اختر په نوم نومولی وو، د شاه امان الله خان لخوا د پغمان درې په عمومي باغ کي چي د ملت کور په نوم مسما وو، ولمانځل سو چي اته شپې او ورځي دوام یې وکړ. د نورو ویډیو د پاره زما ټیک ټاک:
5
59
326
@pashtonzoy
Sardar Wali
15 days
نن د افغان پاچا شاه امان الله ٦٤ تلین دی؛ نوموړی د ۱۹۶۰ کال د سويس زيوريخ روغتون کي مړ سو، هغه د کندهار او کابل کي د ښخېدو وصیت کړی خو دولت هغه جلال اباد کي د پلار تر څنګ ښخ کړ. درې ورځی یې فاتحې ته یوازي کابل کي اجازه ورکړه. عکس د شاه وروستی عکس دی چي د حج پر مهال اخستل سوی.
Tweet media one
18
32
343
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 months
ارګ، د شاهي اردو یو سرتیری د څار پر مهال.. ١٩٦٥ع
Tweet media one
1
21
335
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
په افغانستان کي لومړنی بهرنی سيلاني د خپل موټر سره؛ فراه، افغانستان: ۱۹۴۵ع The first foreign tourist in Afghanistan with his car, 1945. أول سائح أجنبي في أفغانستان بسيارته 1945 اولين جهانگرد خارجي با موترش در افغانستان
Tweet media one
2
25
326
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
Kabul, Afghanistan Before War 1968-2022 افغانستان له جګړو وړاندي او اوس کابل ۱۹۶۸-۲۰۲۲ع
Tweet media one
7
39
319
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
34 years ago today, Abdul Ahmad Momand was the first Afghan to fly into space. On this day in 1988 Mr. Momand was the first Muslim who took the Holy Quran into space and made Pashto language one of the 4 important languages ​​of the world that were spoken in space.
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
10
62
320
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
د افغان تاريخ له عبرته ډک انځور/ The Last Man: له نن څخه ټيګ ۱۸۰کاله د مخه په همدې ورځ د افغان انګرېز د لومړی جګړې پر وخت چي انګرېزانو د يرغل په نيت کابل ته ۱۶۵۰۰عسکر بيولي وه، يوازينی ژوندی کس همدغه پر اس سپور کس [#ډاکټر_برايډن] وو چي په نړيوال تاريخ کي[د کابل څخه راوتل] يادېږي.
Tweet media one
7
47
317
@pashtonzoy
Sardar Wali
1 year
د امير دوست محمد خان کورنۍ؛ ۱۸۶۱ع منځ کس امير دوست محمد خان [سپينه ږيره]، د دوست محمد راسته څنګ کي سپينه چپن کي د هغه زوی شېرعلي خان او کیڼ اړخ ته لمسی عبدالرحمن خان ناست دي. وروسته محمد امين خان، غلام حیدر خان او غازي محمد اکبر خان ناست دي نور دلته:
Tweet media one
19
37
313
@pashtonzoy
Sardar Wali
3 years
د افغانستان د اسلامي امارت ملي ترانه،۲۰۰۱-۱۹۹۶ع کله چي په ۱۹۹۶ع کال طالبانو کابل ونيو او[#دافغانستان_اسلامي_امارت] یې اعلان کړ، یوه ترانه يې چي په غیر موزیکال شکل ويل سوې او د شریعت ږغ راډیو[کابل راډآيو] د نشراتي پروګرام پیلیدونکې ترانه هم وه، د ملي ترانې په توګه وټاکله.
9
73
290
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
زما له اړخه مو اختر بختور او له خوښيو ډک❤️ ځانګړې مبارکي هغه چاته چي په اختر کي پر دوستانو، مشرانو، خورلڼو او ايډيالو شخصيتونو پوښتنه او مبارکي وکړي💕. تاسي هم له دې خوښو ورځو د نورو کور ته د ورتګ مخ پر پاتېدو دود بيرته ژوندی کړئ.💪 خدای مو راوله 💝 Happy Eid al-Fitr 2022
Tweet media one
19
3
316
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
د واخان دره، افغانستان: فرانسوی خبريال ویريال واخان کي دوو قبيلو سره مياشت تېره کړې. وايي”زه د هغوی له مېلمه پالني متأثره سوم، د ځينو بزګرانو لپاره عکس اخیستل د ژوند لومړۍ تجربه وه. دوی کي اکثره داسي ول چي د طالبانو د راتګ، د امريکانانو د یرغل او ... څخه ناخبره ول...“
Tweet media one
Tweet media two
Tweet media three
Tweet media four
4
28
313
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
سل کاله وړاندي د افغان پوځ پلي سرتېری: امير شېرعلي خان لومړی افغان واکمن وو چي عسکري لباس ئې جبري کړ، شاوخوا اتیا زره نظامي عسکر له تعلیم او قواعدو او درېشۍ او خولیو سره سمبال سول. دلته د چمتو سوي افغان پوځ د یوه پلي سرتېري انځور. سراج الاخبار، دویم کال، دیارلسمه ګڼه، ۱۹۱۹ع
Tweet media one
3
37
315
@pashtonzoy
Sardar Wali
1 year
Mohammad Alam (Mohomet Allum) was born in Kandahar, Afghanistan in 1858 and moved to Australia as cameleer between 1884-1890. However, he is famously known as herbalist in Australia who cured thousands of patients without charging a fee but accepted donations.
Tweet media one
11
75
315
@pashtonzoy
Sardar Wali
3 years
دافغانستان پتمنه شهيده: #ناهيده د ۱۹۹۳ع فبروري ۷مه، ۶:۴۵ بجې ماښام؛ د کابل ښار مکرويانو ودانۍ اتلسم اپارتمان، څلورم پوړ کي د ۱۴کلني ناهيدې کور ته لس کسه د احمدشاه_مسعود جګړمار ننوتل خو هغې د خپل عزت په خاطر ځان له لوړ پوړه واچاوه او شهيده سول، زموږ ددې پېغلي ياد دي تل پاته وي.
Tweet media one
10
59
303
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
خپلواکۍ١٠٣کلیزه مبارک نن له انګرېزي استعمار د لومړني اسلامي ملت خپلواکۍ اخیستلو ورځ ده، له دې ورځي سره یو فکر اړه لري چي امان الله خان دﺉ او ډېر ساده تعریف لري: د افغانستان معاصر تاریخ کي د ملت جوړوني معمار چي په پرتله یې تېرو۱۰۳کلونو د ملت جوړوني لپاره هېچا هغومره کار ونه وکړ!
Tweet media one
4
21
315
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
د علم منار، کابل افغانستان منار ٩٨کاله وړاندي د شاه امان الله د افغانستان او ملي نوامیسو د ساتني په لار کي اتلانو په یاد جوړ او خطاطي یې سید داود پښینګي کړې ده Tower of Consciousness, Kabul Afghanistan The minaret was built 98 years ago by the Afghan intellectual king Amanullah.
Tweet media one
7
17
316
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
د افغان پوځ ګرځنده ټولۍ، ١٩٧٠ کابل Afghan Army Mobile Battalion, 1970 Kabul دغه روسي موټر به کندهار کي عوامو کلوښه بلله خو عسکري نوم یې بترۍ چل(شاید BTR 40)وو، په لومړي ځل محمد داودخان ۱۹۵۸ع کال له روسانو رانيول او افغان اردو چي شمير ئې ۸۰زرو ته رسېده، د موډرن موټرانو برخمنه سوه.
Tweet media one
3
20
306
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
د وزيرستاني قومي مشر ملک انګورخان اوله درجه (تر ټولو معتبر سیاسي)افغان پاسپورټ، ۱۹۳۳ع د وزيرستان انګور آډه د همدې کس پر نامه ده. زما سره پر سته پاسپورټ مالومات: د پلار نوم: نظيم خان ملت: افغان رتبه: فرقه مشر، ملېشه ځای: وزيرستان د تللو ځای: عربستان د تللو مقصد: حج
Tweet media one
2
51
310
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
#نومورکي_اتلان ۱۰۳کال پخوا د خپلواکۍ په جګړه کي د خوست د قومي لښکرو مخکښ مشر ارواښاد ملک کټي خان تڼی چي کورنۍ ئې په خوست کي په باتور کهول[بوتير کاېل] یادېږي. زمو د نيکونو روح دي ښاد وي. Malak Kattay Tani (Taanai) of Khost. Picture taken by Alan E. Farstrup on 15.11.66 at Mir Ali.
Tweet media one
10
30
311
@pashtonzoy
Sardar Wali
2 years
احمدشاهي نغاره: کله چي #احمدشاه_بابا کندهار ښار جوړاوه، يوه برخه ئې نغاره خانه کړه چي پکښي دوې لويي نغارې چي يوې يې زير ږغ او بلي بم/ډم لاره، ايښي وې او د هوسۍ په ښکر به روژه مات، پېشلمي او دولتي فرمانونو او احمدشاه بابا ته په سلامي وهل کېدې او پاچاهي برم او پرتم به يې تمثيلاوه.
Tweet media one
5
31
305