ستا هره خندا کنه
وژنی مې اشنا کنه
وګوري کاږه واږه
ولګم رسا کنه
بيا دې غلې وخندل
بيا دې وکړه غلا کنه
ستا د لیونۍ مينې
نشته انتها کنه
خوب کشې مي لیدلې یې
ګرځم په هوا کنه
مړه بانې مه کوه
راشه پۀ رښتيا کنه
تۀ مې يې د سترګو تور
تۀ د زړه درَزا کنه
ډکه د ښائست نه ده
ټوله پښتونخوا کنه