ډیوه پتنګ - Diva patang
7 months
یو سړی چې ښایسته کالي یې په ځان وو، دېوال ته یې په ځیر سره کتل او ژړل یې, ورنېږدې شوم، پر دېوال لیکل شوي و، دا هم تېریږي.
سړي وویل: دا جمله ما کلونه پخوا لیکلې وه. هغه وخت مې دلته لرګي خرڅول. اوس شکر دی د څو فابریکو څښتن یم.
ما وویل نو ولې ژاړي?
هغه وویل: ځکه دا وخت به هم تېر شي.