@rawadari_org
Rawadari رواداری
2 months
۱/۴ رواداري د خپل تازه ځانګړي راپور کي، افغانستان کي اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او بیان د آزادۍ حق وضعیت څیړلي دي. د دغه راپور د موندنو پربنسټ د راپور لینک: #WPFD2024 #د‌برابر_او_سوله‌ایز_افغانستان_لپاره
Tweet media one
1
3
8

Replies

@rawadari_org
Rawadari رواداری
2 months
۲/۴ طالبانو قدرت ته د بیا راګرځیدلو سره‌سم، په‌سیستماتیک او هدفمند ډول‌ د بیلابیلو وسیلو او لارو‌چارو په ګټي اخیستني، په پراخه کچه د بیان آزادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د ځپلو او نقض مرتکب شوي‌دي. اطلاعاتو ته د لاسرسي او مطبوعاتو د آزادۍ تضمینونکو حقوقي میکانیزمونو له منځه وړل،
1
0
0
@rawadari_org
Rawadari رواداری
2 months
۳/۴ په رسنیو کي د ښځو پر کار کولو شدید او توپیریز محدودیتونه، د ژورنالیستانو خپلسري نیوني او ربړوني، د معترضانو نیونه او حتی وژنه او خلکو ته حساب او ځواب نه ورکوونه هغه مهم موارد دي چي د طالبانو له خوا نژدي دری کلونو کي تر سره شوي دي. رواداري د بیان آزادۍ حق او اطلاعاتو ته د
1
0
0
@rawadari_org
Rawadari رواداری
2 months
۴/۴ لاسرسي حق اړوند معلوماتو، اسنادو او شواهدو راټولولو لپاره، د هیواد‌په ۲۸ ولایتونو کي د ۶۱ ښځو په ګډون د ۲۶۴ تنو سره مصاحبي‌تر سره کړي دي او همدارنګه يې نورو اړوندو سرچینو څخه ګټه اخیستي ده. دا راپور د ۲۰۲۱ کال د‌ اګست ‌۱۵ مي څخه‌تر ۳۱ مارچ ۲۰۲۴ پوري وضعیت رانغاړی.
0
0
0